ګوترش: له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره هڅې په کمزوري کېدو دي

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، داسې ښکاري چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره هڅې په کمزوري کېدو دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د یکشنبې په ورځ نيوزیلنډ ته له رسېدو سره سم وویل، د نړۍ هېوادونه د پاریس په موافقه کې له خپلو ژمنو سره سم هغه اقدامات نه عملي کوي چې په نتیجه کې یې د ځمکې په تودوخه کې له صنعتي دورې د مخکې وخت په شان د سانتي ګراد دوه درجې کموالی راځي.

ګوترش چې د نیوزیلنډ په اوکلاند ښار کې یې له صدراعظمې جسیندا اردیرن سره تر کتنې وروسته خبرې کولې، وویل چې داسې ښکاري چې له اقلیمي بدلون سره د مقابلې لپاره هڅې په کمزوري کېدو دي.

ښاغلی ګوترش په پام کې لري چې د اقلیمي بدلونونو د اساسي ستونزو د موندلو لپاره د جنوبي پاسیفیک سیمې ته د سفر په ترڅ کې د درېیو ورځو لپاره په نیوزیلنډ کې پاتې شي.

ګوترش وویل، نړۍ هغو اهدافو ته د رسېدو پر لاره نه ده سمه شوې چې د پاریس په موافقه کې تعریف شوي دي.

د ده په وینا، تناقض په دې کې دی چې د ځمکې د اقلیم وضعیت ورځ په ورځ خرابېږي خو ښکاري چې د دې وضعیت د مخنیوي لپاره سیاسي لېوالتیا په کمزوري کېدو ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز په پام کې لري چې په کرایست چرچ ښار کې د مسلمانانو د ټولنو له مشرانو سره په کتنه کې د مارچ په ۱۵مه نېټه پر دوو جوماتونو د وسله وال برید د پېښې په خاطر چې ۵۱ لمونځ کوونکي پکې ووژل شول له هغوی سره خواخوږي څرګنده کړي.

ارشیف، د نیوزیلنډ مسلمانان د لمانځه د اداء کولو په حال کې

ښاغلي ګوترش وویل چې دی هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې یو اسلامي هېواد ته سفر کوي، خو سږکال یې غوره وګڼله چې د نیوزیلنډ له مسلمانانو سره وګوري، څو له دې پېښې وروسته د هغوی د جرأت او زغم ستاینه وکړي.

ګوترش وویل، د نیوزیلنډ اقدامات ستایي، ځکه صدراعظمې مېرمن اردیرن له دې پېښې سمدستي وروسته د وسلو د کنټرول د نوي قانون په انفاذ کې مرسته وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د نړۍ د هېوادونو پر مشرانو او د ټکنالوژۍ پر کمپنیو غږ وکړ چې پر ټولنیزو شبکو د تشدد د انلاین ښودلو د مخنیوي له هڅو سره مرسته وکړي.

د یادونې وړ ده چې د کرایست چرچ ښار پر دوو جوماتونو بریدکوونکي د خپلې حملې جریان په مستقیم ډول پر فېسبوک خپور کړی و.

تمه ده چې د نیوزیلنډ صدراعظمه مېرمن اردیرن په روانه اوونۍ کې پاریس ته د سفر په ترڅ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې د دې ډول پېښو د انلاین کولو د مخنیوي په اړه د بحث لپاره جوړېږي او کوربانه به یې دا او ولسمشر ایمانوئل مکرون وي.