مسعود اندرابي: پولیسو له جنایي جرمونو سره د مبارزې تګ لاره بدله کړې

آرشیف/ د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي چې پولیسو له جنایي جرمونو سره د مبارزې تګ لاره بدله کړې ده.

مسعود اندرابي زیاته کړه چې له جنايي جرمونو سره د مبارزې د تګلارې په بدلون سره د تېر کال په پرتله په کابل کې د جرمونو کچه راښکته شوې ده.

که څه هم ښاغلي اندرابي په دې اړه ارقام ورنه کړل، خو وايي چې د زیات شمېر جرمونو پلان جوړوونکي یې نیولي دي.

نوموړي چې د یکشنبې په ورځ یې په کابل کې خبرې کولې وویل، په جنايي جرمونو کې د دخیلو کسانو د نوملړ خپرېدل له مجرمینو سره د چلند د بدلون یوه بېلګه ده.

دی وایي:

"موږ د کورنیو چارو وزارت د نوې شېوې په پلي کېدو چې لومړی پړاو یې تر ډېره په کابل متمرکز دی، موږ توانېدلي یوو چې د پلان شویو جرمونو سازمان۲۱ غړي چې په بېلابېلو شبکو تنظیم شوي وو، د قانون منګُلو ته سپارل شوي دي."

اندرابي همداشان وویل، د نوي میکانیزم له مخې، څوک چې د قانون د پلي کېدو په وخت کې له پولیسو سره جګړه کوي، له ورته غبرګون سره به مخ شي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست چې د جرمونو د وضعیت او تحلیل تر عنوان لاندې ورکشاپ کې یې خبرې کولې، وویل چې تر اوسه یوشمېر مجرمین له پولیسو سره په وسله واله نښته کې وژل شوي هم دي.

له ترورېستي جرمونو سره په خوا کې جنايي جرایم هغه ستونزې دي چې افغانان په ځانګړې توګه د کابل ښاریان یې اندېښمن کړي دي.

په کابل ښار کې قتل، اختطاف او غلا عمده جرمونه بلل کېږي.

په دې وروستیو کې مینه منګل چې د ټلویزیوني پروګرامونو پخوانۍ چلوونکې او د ولسي جرګې اوسنۍ کارکوونکې وه، د شنبې په ورځ د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې ووژل شوه.

Your browser doesn’t support HTML5

مینه منگل چطور به قتل رسید؟

په وروستیو درېیو میاشتو کې په کابل ښار کې څو د اختطاف پېښې شوي چې لږترلږه دوه ماشومان په کې د اختطاف چیانو له لوري وژل شوي دي.

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت پخواني سرپرست وزیر امرالله صالح د هغو جنایي مجرمینو یو لېست خپور کړ چې د پولیسو تر تعقیب لاندې دي.

اوس پوښتنه دلته ده چې د پېښې په وخت کې د پولیسو اقدام د قناعت وړ دی که نه؟

د کابل ښار د پنځلسمې ناحیې اوسېدونکی محمد یعقوب وايي، دوه اوونۍ وړاندې یې اووه کلن زوی نقیب الله چې ښوونځي ته تللی و، بېرته کورته راونه ګرځېد او په څلورمه ورځ یې مړی وموندل شو.

یعقوب ادعا کوي چې تراوسه هم پولیس نه دي توانېدلي چې د زوی د قتل انګېزه او لاملونه یې پيدا کړي.

نوموړی وايي، کله چې د خپل زوی د لادرکۍ په لومړۍ شپه د کابل د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې څانګې ته ورغی، اړوند مسوولین هلته ټول ویده وو.

د کابل اوسېدونکی محمد یعقوب

ده زیته کړه:

"د کابل امنیې قوماندانۍ ته داخل شوم، په سلمه شعبه کې یې راته یوه پاڼه راکړه، راته یې وویل چې جنايي برخې ته یې یوسه، کله چې جنايي څانګې ته ولاړم، د شپې ناوخته و، ومې نه شو کړای چې نوکریوالې څانګې سره خبرې وکړم، نوکریوال صاحبان ویده وو، هر څومره مې چې دروازه وټکوله، هېڅ څوک ویښ نه شول چې ته څه مشکل لرې."

محمد یعقوب پولیس په بې کفایتۍ او د خپل زوی د قتل په مخنیوي کې په پاتې راتلو تورنوي او وايي، دوه تنه یې د زوی په وژنه کې مشکوک دي، خو تراوسه پولیسو دغه کسان نه دي نیولي.

خو د کابل امنیه قومانداني وايي چې په خپل وخت یې اقدام کړی او د جنايي پېښو ډېری مجرمین د پولیسو له لوري نیول شوي دي.

راپور: رحمت الله افغان