د مینې منګل کورنۍ د نوموړې د قاتلانو د محاکمې غوښتنه کوي

د تلویزیوني خپرونو د پخوانۍ چلوونکې مینې منګل

د تلویزیوني خپرونو د پخوانۍ چلوونکې مینې منګل کورنۍ د خپلې وژل شوې لور د قاتلانو د محاکمې غوښتنه کوي.

د مینې مور انیسه ادعا کوي چې لور یې د پخواني مېړه جاوید له خوا وژل شوې ده.

د دې په وینا، مینه منګل د کوژدې پر مهال په څو ځلې اختطاف او وهل ټکول شوې وه.

دې وویل:

"مینه له اتو تر ۱۰ کلونو پوري نامزاد وه، دلته دا هلک بې لارې و، مونږ ته یې ګواښونه کول چې که واده را نه کړئ، نجلۍ مړه کوم، نو مینه بیا اړ شوه چې ورور ته یې دښمني پیدا نشي، واده یې وکړ ،خو د واده په شپږمه ورځ یې یوې لېرې سیمې ته بوتله او هلته یې وهلې او ټکولې وه، اوس هم راسره د نجلۍ په وینو لړلي کالي شته."

د مینې مور وايي، وروسته بیا مینه د قومې مشرانو په منځګړتوب خلاصه شوه او مېړه یې بندي کړ.

دې زیاته کړه چې دوی بیا څارنوالۍ ته عریضه وکړه، خو څارنوالانو د دوی غږ وانه ورېد او هلک د پیسو په بدل کې خوشې شو.

دا وایي:

"څارنوالۍ ته لاړو، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي دفتر ته، د پروین نوابي په نوم یوه ښځه وه او بل عارف په نوم چې ویل يې، دوسیه به امنیت ته لېږي، دا هلک چې مینه مو ورکړې وه، په دهلېز کې ولاړ و، یو څارنوال یې دفتر ته ننویسته او پیسې یې ورکړې، څارنوال په شېبه کې واوښت او ویل یې چې دا نه ده اختطاف شوې."

مینه په ۱۴ کلنۍ کې جاوید ته په نوم شوې وه او تازه یوه اوونۍ وړاندې یې ورنه طلاق اخیستی و.

دا پرون سهار د کابل په کارته ‌نو سیمه کې د وسله‌ والو موټرسایکل سپرو له لوري په ډزو وويشتل شوه.

مېرمن منګل په څو ټلویزیونونو کې د خپرونو د چلوونکې په توګه کار کړی و او اوس د ولسي جرګې د دیني او فرهنګي چارو د کمېسيون سلاکاره وه.

مینې ټولنیزې او سیاسي لیکنې کولې او شاعره هم وه.

د مینې منګل مور د وژل شوې لور د قاتلانو د محاکمې غوښتنه کوي او وایي:

"زما له لور سره سخت ظلم شوی، دا داسې یو حکومت دی چې کله کله د پیسو په بدل کې له هر څه تېرېږي، زما غوښتنه دا ده چې قاتلین یې باید اعدام شي."

د مینې مرګ په ټولنیزو رسنیو کې هم تند غبرګونونه راپارولي او ډېری خلکو د عدالت د ټینګښت خبره کړې ده.

د خبریالانو د ملاتړ ټولونو هم دغه پېښه غندلې او د عاملینو د نیولو غږ یې کړی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې د مینې منګل د مور د ادعا په اړه وویل:

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي

"په ۱۳۹۶ لمریز کال کې مېرمن مینې منګل یوه عریضه څارنوالۍ ته ورکړې وه او پکې یې د کورني اختلافاتو په تړاو یادونه کړې وه او له خپل واده راضي نه وه او د واده د فسخه کېدو غوښتنه یې کړې وه او په دغه قضیه کې د ګواښونو یادونه یې هم کړې وه چې څارنوالۍ دا موضوع وڅېړله او ورته یې رسېدنه کړې ده."

د کابل پولیس وايي، د ولسي جرګې د سلاکارې او د ټلوېزیوني خپرونو د پخوانۍ چلوونکې مینې منګل د قضیې په اړه پلټنې روانې دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د مېرمن منګل پلار د هغې په قتل کې پر یو چا ادعا لري او دوی د هماغه کس په اړه څېړنې کوي.

پولیس وايي، شاید د هغې پخوانی مېړه په ‌دې پېښه کې لاس ولري.