د افغانستان په روغتونونو کې په کومو لارو چارو د معتادینو درمنله کېږي؟

ارشیف، یو تن افغان معتاد

د افغانستان په دولتي او نادولتي مرکزونو کې په بېلابېلو لارو چارو د معتادینو درمنله کېږي، په ځانګړې توګه عرضي درملنه چې د امریکا په ګډون د نړۍ په مختلفو هېوادونو کې دود ده.

په دې ډول درملنه کې یو معتاد د زهرو ایستلو تر پړاو وروسته درې میاشتې بستري کېږي، د دې کار هدف د هغو زیانونو درملنه ده چې د نشې پرېښودلو له امله معتاد ته پیدا شوي دي.

خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي بیا وايي چې د کافي بودجې نشتوالی او نشه يي موادو ته اسانه او ارزانه لاسرسی هغه ستونزې دي چې د عرضي درملنې بهير یې ټکنی کړی دی.

د عامې روغتیا وزارت د نشه يي موادو د غوښتنې د کمولو رئیس شاپور یوسف وايي چې موږ يو ناروغ د لږو امکاناتو له امله تر دوو میاشتو ډېر نه شو بستري کولای، په داسې حال کې چې د دې درملنې د اصولو له مخې باید یو معتاد لږ تر لږه درې میاشتې بستر کړای شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت لوحه

ده وویل:

"په عرضي درملنه کې باید یو معتاد له (۴۵) ورځو څخه تر درېیو میاشتو پورې بستر شي، سره له دې چې د عرضي درملنې په پالېسۍ کې ټاکلې موده نشته، خو له بده مرغه چې موږ د کافي بودجې د نشتوالي او د معتادینو د ډېروالی له امله یو معتاد یوازې له (۴۵) څخه نیولې بیا تر (۵۰) ورځو او یا دوو میاشتو پورې بستر کولی شو."

که څه هم په عرضي درملنه کې په کورونو، ټولنه او روغتیايي مرکزونو کې معتادینو ته روغتیايي خدمات وړاندې کېږي، خو ډاکتران دا ډول درملنه ګټوره نه بولي.

ډاکتر منصور ارشاد په دې برخه کې د مسلکي کسانو نشتوالی لویه ستونزه يادوي او وایي:

"یوه بله عمده ستونزه چې په افغانستان کې د اعتیاد په درملنه کې شته چې درملنه يې ډېره ټکنۍ کړې ده، هغه د درملنې په برخه کې د مسلکي کسانو نشتوالی دی، که دې مسئلې ته په ځير وکتل شي، نو د اعتیاد درملنه یوازې روغتیايي خدمات، د اعراضو او نشې پرېښودلو له امله د را پیدا شویو ناروغیو کنټرول نه دی، بلکې یوه له کږلېچونو څخه ډکه او اوږده لاره ده چې ډاکترانو، روغتیايي کارکوونکو او رواني متخصیصینو ته ډېره اړتيا لري، په ورته وخت کې داسې خلکو ته هم اړتیا ده چې له معتادینو سره د مهارتونو په زده کولو کې مرسته وکړي، ترڅو دوی بېرته له ټولنې سره یوځای شي."

طبي ډاکتران په نشو باندې د بیا اخته کېدلو یو لامل اوسنۍ نیمګړې درملنه بولي، دوی باور لري چې د ميټاډون ګوليو په واسطه د اعتیاد ښه درملنه کېدای شي.

مېټاډون ګولۍ یو ډول مصنوعي نشه يي درمل دي چې ډېری وخت هغو کسانو ته ورکول کېږي چې د هیروئینو او تاریاکو نشه کوي او یا هم د ایډز او ژېړي په ناروغيو باندې اخته وي، خو ډاکتر عبدالواحد قریشي بیا وايي چې که دا ګولۍ تر خپلې ټاکلې اندازې ډېرې وخوړل شي، د اعتیاد لامل ګرځي.

ده وویل:

"د مېټاډون ګولیو اغېزې تر (۲۴) ساعتونو پورې پاتې کېږي، کله چې یو معتاد سهار یو ګولۍ وخوري، تر بل سهاره پورې بیا ضرورت نه ورته لري، دا د اعتیاد د درملنې مناسبه طریقه ده، یو معتاد سره له دې چې په نشه يي موادو اخته او پرېښودل یې ورته اسانه کار نه دی، خو بیا هم د دې ګولیو د استعمال په صورت کې خپل ورځني کارونه کوي او خپل ماشومان ساتلی شي."

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د مېټاډون ګولیو په واسطه درملنه ګټوره بولي.

د نشه يي موادو د غوښتنې کمولو رئیس شاپور یوسف وايي چې له بهرنیو مرستندويو ادارو سره یې د عرضي درملنې طرحه شریکه کړې ده، د دې طرحې هدف دا دی چې دوو زرو معتادینو ته مېټاډون ګولي برابرې کړي، خو د کافي بودجې د نشتوالي او طبي ډاکترانو د علمي اختلاف له امله تر اوسه پورې دغه طرحه نه ده عملي شوې.

راپور: فرید حلیمي

Your browser doesn’t support HTML5

د زهرو کاروان غږیز راپور