د جنایي جرمونو نړیواله محکمه په افغانستان کې تحقیقات نه‌کوي

په هاګ کې د جنایي جرمونو نړیواله محکمه

په هاګ کې د جنایي جرمونو نړیواله محکمه وايي، په افغانستان کې له ۲۰۰۳ میلادي کال راوروسته چې کوم جنګي جرمونه شوي دي د هغوی شواهد د «ICC» له معیارونو سره سم نه‌دي، نو ځکه‌یې تحقیقات نه‌کوي.

د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې ویاند فادی العبدالله ازادي راډیو ته وویل:

"د «ICC» یوې څارنوالۍ د محکمې له مشرتابه غوښتي و چې اجازه ورکړي په افغانستان کې د جنایتونو تحقیقات پیل کړي. رئیسه پلاوي دا وړاندیز رد کړ او ویې‌ویل کوم شواهد چې وړاندې شوي دي ګرانه ده چې باور پرې وشي."

د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې یا «ICC» یوې څارنوالې فاتو بن سودا دوه کاله مخکې وړاندیز کړی و چې د افغانستان د جنګي جنایتونو دوسیې دې له ۲۰۰۳ میلادي کال راوروسته پرانیستل شي او له مشکوکو بهرني پوځیانو، افغان ځواکونو او طالبانو دې تحقیقات وشي.