خلیل‌زاد: د هند ملاتړ د افغان سولې لپاره نړیوال اجماع پیاوړې کوي

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د هند ملاتړ د افغانستان د سولې لپاره نړیوال اجماع پیاوړې کوي.

زلمی خلیل‌زاد چې نوې ډېلي ته له دوه ورځني سفر وروسته پرون بېرته له طالب استازو سره د خبرو د دوام لپاره دوحې ته ستون شو، پر خپل ټویټر لیکلي:

"له هندي چارواکو سره په‌دې سلا شوی چې د افغانستان سیاسي راتلونکی د دې هېواد د وګړو په لاس کې دی، څو د یوې مشروع او ټول‌منلې پروسې له لارې یې په اړه پرېکړه وکړي."

ښاغلي خلیل‌زاد همدارنګه ویلي چې په نوې ډېلي کې یې په تېرو دوو ورځو کې د هند د بهرنیو چارو له وزیرې سوشما سواراج، د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال او په بهرنیو چارو کې د هند د دولت له وزیر ویجې ګوخالي سره د افغانستان د سولې پر بهير او د سولې په سیمه‌ییزو اغېزو خبرې کړي.

زلمي خلیل‌زاد زیاته کړې هندي چارواکو ورسره منلې چې په افغانستان کې سوله او د ترهګرۍ د ګواښ ختمېدل به سیمه‌ییز اتصال او سوداګري پیاوړې کړي.

ښاغلی خلیل‌زاد به چې له هند بېرته قطر ته رسېدلی، نن په دوحه کې له طالب استازو سره د خپلو خبرو اترو لړۍ روانه وساتي.