د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې هېواد يې په شمالي قطب کې خپل حضور پراخوي.
مایک پامپیو پرون په فنلند کې د شمالي قطب شورا ته په وینا کې وویل، په شمالي قطب کې د امریکا د حضور له پراخولو څخه هدف په طبیعي منابعو غني دغې سیمه کې د روسيې او چین د تهاجمي چلند څارل دي.
نوموړي وویل، شمالي قطب د زور ښودلو او سیالۍ په حوزه بدل شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په شمالي قطب کې د روسيې د رول د پراخېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ویېویل:
"له دې هېڅڅوک سترګې نهپټوي چې روسیه په شمالي قطب کې د پام وړ ګټې لري، موږ پوهېږو چې روسیه یوازنی هېواد نهدی چې غیر قانوني ادعاوې لري."
د روسیې د "NTV" ټلوېزیوني شبکې یو انځور چې په شمالي قطب کې د یوه کوچني اوبتل لهخوا د روسیې د بیرغ لګول ښيي.
مایک پامپیو په شمالي قطب کې د چین رول ته هم اشاره وکړه.
چین دغلته د څارونکي رول لري، خو دا رول د شمالي قطب د هېوادونو حاکمیت ته د چین په درناوي پورې تړلی دی.
امریکا غواړي چې چین په همدې شرط په شمالي قطب کې مسؤلانه عمل وکړي، خو په دې سیمه کې د خپلو اهدافو په اړه د چین وینا او عمل شکونه پیدا کړي دي.
د شمالي قطب شورا اته غړي لري چې؛
- متحده ایالات
- روسیه
- کاناډا
- ډنمارک
- فنلند
- ایسلند
- ناروې
- سویډن
هېوادونه دي.
دغهراز د دې سیمې پخواني خلک هم په دې شورا کې برخه لري.
په اقلیم کې د بدلون له امله د شمالي قطب واورې ورو ورو اوبه کېږي او د دې سیمې طبیعي پېښو ته لاسرسی ورځ تر بلې پراخېږي.
شمالي قطب د تېلو، طبیعي ګازو او د معدني موادو د لویو ذخیرو په لرلو غني سیمه ده.
د چین په شمول د نړۍ قدرتونو او د سیمې هېوادونو اوس شمالي قطب ته پاملرنه زیاته کړې ده.
روسيې په شمالي قطب کې خپل حضور زیات کړی دی او دغلتهيې پانګونه هم کړې ده.
شمال قطب د یوې برخې انځور
روسيې په شمالي قطب کې خپل سمندري ځواکونه عصري کړي او پوځي اډهيې هم پرانيستې ده.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي چې په شمالي قطب کې د روسيې هر ګام ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه د مایک پامپیو په وینا، موږ پوهېږو چې د ځمکو د لاندې کولو په اړه د روسيې فکر په تاوتریخوالي هم بدلېدای شي.
مایک پامپیو په دې لړ کې د اوکراین د ختیځ شخړې ته اشاره کړې ده، چېرته چې د روسيې په ملاتړ بېلتون غوښتونکي د اوکراین له حکومتي ځواکونو سره جنګېږي.