په میانمار کې د روېټرز اژانس دوه بندي خبریالان خوشې شول

د میانمار له زندانه د روېټرز خبري اژانس دوه خوشې شوي خبریالان

د میانمار حکومت د روېټرز خبري اژانس دوه خبریالان چې د روهینګیایي مسلمانانو د وضعیت په اړه‌یې راپورونه جوړول، نن د مې په شپږمه ازاد کړل.

د روېټرز خبري اژانس د دوو خبریالانو د خوشې کېدو لپاره نړیوال کمپاین وشو.

د میانمار حکومت مجبور شو چې د جمهور رئيس د عفوې د یوه فرمان پر اساس هغوی خوشې کړي.

دواړو خبریالانو د میانمار په ستر ښار ینګون کې په داسې زندان کې چې شرایط‌یې ډېر سخت دي، تقریباً ۱۶ میاشتې په توقیف کې تېرې کړې.

پر هغوی په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تور لګېدلی و چې د روهینګیايي مسلمانانو پر ضد د برما د پوځ د خونړي کمپاین په اړه د راپور جوړولو په وخت کې یې دولتي رازونه تر لاسه کړي وو.

د برما د پوځ د عملیاتو له امله تقریباً ۷۰۰ زره روهینګیايي مسلمانان بنګله‌دېش ته وتښتېدل.