ځينې افغان نجونې زده کوونکې ولې د فولیک اسید ټابلیټونه نه خوري؟

ارشیف، د افغان نجونو زده کوونکو یو انځور

د کابل په ښوونځیو کې یو شمېر نجونې زده کوونکې فولیک اسید ټابليټونه چې د عامې روغتیا وزارت له خوا دوی ته ورکول کېږي، نه خوري.

د فولیک اسید یا د وسپنې ټابلیټ چې د افغانستان په ښوونځیو کې پر نجونو زده کوونکو وېشل کېږي، دې اوازې چې تاوان اړوي، دې برید ته رسولي چې اوس یې ډېری زده کوونکې نه خوري.

د کابل ښار د نجونو د یوه ښوونځي دوه تنه زده کوونکې په دې باور دي چې که چېرې د فولیک اسید له ټابلیټونو استفاده وکړي، ممکمن په راتلونکې کې شنډې شي.

ارشیف، د افغان نجونو زده کوونکو یو انځور

دوی وویل:

"زما نوم هوسۍ دی، په لومړیو کې مې دا ټابلیټونه خوړول، خو ورسته بیا یو شمېر خلکو وویل چې دا ټابلیټونه د امریکایانو له خوا وېشل کېږي چې د افغانانو نسل له منځه یوسي، نو ځکه بیا مې نورې ونه خوړې."

"زما نوم لیلا دی، زه دا ټابلیټونه نه خورم، ځکه وايي چې دا ټابلیټونه ډېر تاوان لري، ځکه ځيني هېوادونه نه غواړي چې زمونږ نسل مخ پر زیاتېدو وي او دا هم ویل کېږي چې دا ټابلیټونه نشه لري، نو ځکه یې نه خورم."

خو یو شمېر نورې نجونې بیا دا اوازې ردوي او وايي، دوی یوه موده وشوه چې ټابلیټونه خوري او په خپل وجود کې یې یو مثبت اغېز احساس کړی دی.

له ډلې یې سمیه غفوري وایي:

"د دغو ټابلیټونو په اړه ډېرې اوازې وې چې تاوان لري، خو د ډاکتر د لارښوونې له مخې یې په اوونۍ کې یو ځل خورو، سړی ورسره ډېر ښه وي، ستړیا نه احساسوي، سبقونه ښه زده کوو او ورځ هم ستړې کوونکې نه وي."

په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت وايي، فولیک اسید یا د وسپنې ټابلیټونه د نجونو زده کوونکو د وینې د کمښت د مخنیوي او ذهني پیاوړتیا په هدف په ښوونځیو کې وېشل کېږي.

دې زیاته کړه:

"یو شمېر نجونو زده کوونکو به د کال په اوږدو کې غیر حاضربانې ډېرې کولې او دغه شان مونږ دا احساس کولو چې دوی سبقونه هم سم نه شي اخیستی، نو مونږ ارزونه وکړه، د زده کوونکو د غیر حاضرۍ او په سم ډول د سبقونو نه زده کولو لامل په دوی کې د وینې کمښت و، نو مونږ ډاډ ورکوو چې دا ټابلیټونه له ګتې پرته تاوان نه لري."

ډاکتران وايي، فولیک اسید ټابلیټونه ویټامین بي لري چې د وینې کمښت ته ډېر ښه دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وايي، دا ټابلیټونه د ښځو له شنډېدو یا بې اولادۍ سره هېڅ تړاو نه لري.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز

نوموړي وویل:

"د فولیک اسید او د نسل د له منځه تللو تر منځ هېڅ تړاو نشته، ان ویل کېږی څومره چې د میندو وینه ډېره وي، په همغه اندازه ډېر ماشومان زېږوي، فولیک اسید د ښې روغتیا لپاره دي، نو ځکه یې خوړل ګټور دي."

ښاغلی فیروز وايي، په افغانستان کې شپېته سلنه ښځې د وینې د کمښت له موضوع ځورېږي چې د دې ټابلیټونو خوړل ورته ډېر اړین او ګټور دي.

فولیک اسید ټابلیټونو د هغو نجونو زده کوونکو لپاره چې له پنځو تر دولسو کلونو پورې عمر لري، هر کال د عامې روغتیا وزارت له خوا د پوهنې وزارت او یونسېف ادارې له خوا وېشل کېږي.

راپور: اجمل تورمان