د اقليمي بدلون په اړه د امريکا کانګرس یوه لایحه تصویب کړه

د امريکا د متحدو ايالاتونو د کانګرس د استازو جرګې چې ډموکراتان په کې اکثريت دي، يوه لايحه تصويب کړه چې د پاريس د اقليمي بدلون له تړونه به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وتلو مخه ونيسي.

خو داسې نه ښکاري چې دغه لايحه دې د مشرانو جرګې له خوا چې جمهوريت غوښتونکي په کې اکثريت دي، تصويب شي.

استازو جرګې پرون د اقليمي بدلون دغې لايحې ته ٢٣١ موافقې او ١٩٠ مخالفې رايې ورکړې.

د لايحې په تصويب کې درېيو جمهوريت غوښتونکو هم له ډموکراتانو سره ملګرتيا وکړه.

لايحه له ولسمشر ټرمپه غواړي چې د پاريس اقليمي بدلون ته ژمن پاتې شي.

دغه نوى قانون د فډرالي حکومت د بودجې مخه هم ډب کوي چې د اقليمي بدلون له تړونه د وتلو لپاره په کارېږي.

ډونالډ ټرمپ په ٢٠١٧میلادي کال کې وويل چې غواړي د اقليمي بدلون له هغه اختياري تړون څخه چې په پاريس کې لاسليک شوى و، ووځي.

هغه تور لګولى چې دغه تړون د امريکا پر شرکتونو او حکومت غيرعادلانه محيطي غوښتنې ورتپلي دي.