دفاع وزارت په تور لېست کې د اظهر شاملول د امنیت د ټینګښت په ګټه بولي

ارشیف، د جیش محمد افراطي ډلې مشر مسعود اظهر په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر له شاملولو هرکلی وکړ.

دا وزارت وايي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې د پاکستان د جیش محمد وسله‌والې ډلې مشر مسعود اظهر شاملول به د افغانستان له امنیت سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو د جیش محمد ډلې مشر د ترهګرو په لېست کې شامل کړ

د دغه وزارت ویاند قیس منګل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۱۲» ازادي راډیو ته وویل، مسعود اظهر نه‌یوازې په افغانستان کې په ځینو حملو کې لاس درلود، بلکې د سیمې امنیت ته هم ګواښ و.

ښاغلی منګل زیاتوي:

"دا چې د جیش محمد ډلې مشر د نړیوالو ترهګرو ډلو په لېست کې شامل شوی، موږ یې هرکلی کوو. د افغانستان په ځینو ولایتونو کې دغې ډلې ترورېستي حملې کړي، په تور لېست کې شاملول به‌یې په افغانستان کې په فعالیت اغېز وکړي او راکم به شي."

دا په‌داسې حال کې چې تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا د پاکستان د جیش محمد ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په تور لېست کې شامل کړ.

هر هغه څوک چې په تور لېست کې شاملېږي بهرني سفرونه نه‌شي کولای، شتمنۍ یې کنګل او په وسلو ګرځولو یې بندیز لګول کېږي.

د راپورونو له مخې مسعود اظهر چې له القاعدې او افغان طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په ۹۰مه لسیزه کې د حرکت‌المجاهدین وسله‌والې ډلې بنسټ کېښود.

هر هغه څوک چې په تور لېست کې شاملېږي بهرني سفرونه نه‌شي کولای، شتمنۍ یې کنګل او په وسلو ګرځولو یې بندیز لګول کېږي.

نوموړی په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د جمو کشمیر په سرېنګر کې د هند ځواکونو له لوري ونیول شو، د دغې ډلې غړو په ۱۹۹۹ میلادي کال کې له هند د نیپال پلازمېنې کټمنډو ته تلونکې الوتکه وتښتوله او په کندهار کې چې د طالبانو پیاوړی مرکز و، ښکته کړه.

د هند حکومت مجبور شو چې د تښتول شویو مسافرو په بدل کې مسعود اظهر له زندانه خوشې کړي چې له ازادېدو وروسته‌یې د جیش محمد ډله جوړه کړه.

افغان چارواکي وايي چې دغې ډلې په ۱۳۹۴ لمریز کال کې په بلخ کې د هند په قونسلګرۍ باندې په حمله کې لاس درلود.

تر ډېره جیش محمد ډله په هند کې په ترورېستي حملو کې په لاس لرلو تورنه ده.

دغې ډلې د روان میلادي کال د فبرورۍ په ۱۵مه په کشمیر کې د ۴۰ هندي سرتېرو د وژلو مسؤلیت منلی و.

هند او پاکستان هم په تور لېست کې د مسعود اظهر له شاملولو هرکلی کړی.

بل‌خوا د پوځي چارو افغان پوهان له هغې ډلې دولت وزیري وايي چې په تور لېست کې له شاملېدو وروسته پاکستان باید مسعود اظهر ته د فعالیت اجازه ورنه‌کړي.

ارشیف، افغان کارپوه دولت وزیري

دی وايي:

"په ډېرو ترورېستي ډلو بندیز لګول کېږي، خو بیا هم په پاکستان کې فعالیت لري، په ښکاره ورباندې بندیزونه وي، خو په پټه کې د پاکستان حکومت، استخباراتي او پوځي ادارې ورسره مرسته کوي، که واقعیت بندیزونه پرې ولګول شي، دوی ورسره کمزوري کېږي او له افغان سولې سره مرسته کوي."

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې له جیش محمد ډلې سره په خوا کې یو شمېر نورې پاکستانۍ ترورېستي ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي چې باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا په تور لېست کې شاملې کړای شي.

راپور: رحمت‌الله افغان