چین کې د مسلمانانو د څارنې لپاره له یوه سیستمه کار اخیستل کېږي

آرشیف/ د چین بیرغ 2015 میلادی/ Source: AFP

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان وايي، چینايي چارواکي په شمال لوېدیځ ولایت شین جیانګ کې د مسلمانانو د ډله‌ییزې څارنې لپاره له یوه سیستم څخه کار اخلي.

هیومن رایټس واچ وايي، چینايي مقامات د دې سیستم له لارې د مسلمانانو د مشخصاتو، تحقیق او زنداني کولو لپاره ګامونه اخلي.

د بشري حقونو د څار سازمان چې مرکز يې په نیویارک کې دی وايي، د چین حکومت د دې سیستم له لارې په شین جیانګ کې له عادي وګړو هم تحقیقات کوي.

د دې نوي اپلېکېشن په‌واسطه د مسلمان وګړو وینه معاینه کېږي، د قد لوړوالی يې په نښه کېږي، څو له دې لارې د هغوی سیاسي او مذهبي ارتباط معلوم کړي.

هیومن رایټس واچ وايي، د څارنې د دې اپلېکشن له لارې د مسلمانانو ټیلیفونونه، موټرونه، پېژندپاڼې او حتی عادي حرکت هم کنټرول او څارل کېږي.

د چین په شین جیانګ ولایت کې د اویغور اقلیت په ګډون شااوخوا ۱۳ میلیونه مسلمانان دي.