ونزوئلا کې د اپوزېسیون په سلګونه پلویانو کاراکاس کې لاریون وکړ

په ونزوئلا کې د اپوزېسیون په سلګونه پلویانو په پلازمېنه کاراکاس کې لاریون وکړ. April 30, 2019

په ونزوئلا کې د اپوزېسیون په سلګونه پلویانو پرون د چهارشنبې په ورځ په پلازمېنه کاراکاس کې لاریون وکړ.

دا لاریون وروسته تر دې وشو چې د ونزوئلا د اپوزېسیون مشر خوان ګوایدو د حکومت پر ضد د اعتراضونو غوښتنه وکړه.

خوان ګوایدو د سې شنبې په ورځ د ولسمشر نیکلاس مادورو پر ضد د پوځي پاڅون غږ وکړ.

داسې ښکاري چې د ګوایدو دا غوښتنه ونه‌منل شوه.

ولسمشر مادورو، خوان ګوایدو د کودتا په کولو تورن کړی دی، خو د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولتون پرون په واشنګټن کې وویل:

"دا کودتا نه‌ده چې کله یو مشروع ولسمشر خپل حکومت ته امر کوي. څه ته چې کودتا ویلی شو هغه د ونزوئلا د مشرتابه په چارو کې د کیوبا او روسیې حضور دی."

د امریکا متحده ایالات او یو شمېر نور هېوادونه خوان ګوایدو د ونزوئلا د ولسمشر په توګه په رسمیت پېژني.

روسیه بیا د نیکلاس مادورو حمایت کوي.