د پاکستان بهرنیو چارو وزارت اسلام‌اباد کې افغان شارژدافیر وربللی

د افغانستان او پاکستان ګډ بیرغونه

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په اسلام‌اباد کې د افغانستان د سفارت شارژدافیر دغه وزارت ته وربللی او پر ډیورند کرښه‌یې پر پاکستاني پوځیانو د برید له امله احتجاج کړی دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ ادعا وکړه چې وسله‌والو شمالي وزیرستان ته څېرمه له افغان خاورې پر هغو پاکستانیو خواکونو برید کړی چې پر ډیورند کرښه‌یې اغزن تار غځاوه.

پوځ وايي چې د وسله‌والو په‌دغه برید کې د پاکستان د پوځ لږ تر لږه ۳ سرتېري ووژل شول او ۷ نور ټپیان شول.

د پاکستان پوځي مقاماتو په‌دغه برید کې بریدګرو ته د ډېرو تلفاتو اړولو ادعا هم کړې ده، خو شمېر یې نه‌دی ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د همدغه برید له امله په اسلام‌اباد کې د افغان سفارت شارژدافیر ورغوښتی او احتجاج‌یې ورته کړی دی.

دغه وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې افغان شارژدافیر ته‌یې پر پېښې د احتجاج سربېره غوښتی هم دی:

"افغان لوری دې پر خپلې خاوره د ترهګرو پر ضد چټک ګامونه پورته کړي څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه‌شي."

د پاکستان او افغانستان ترمنځ پرته ډیورند کرښه شااوخوا ۲۵۰۰ کېلومتره اوږده ده چې د پاکستان پوځ پرې په‌دې وروستیو کې د اغزن تار غځول پیل کړي او همدغه راز امنیتي پوستې یې هم جوړې کړې دي.

پوځ وايي چې دا کار له افغانستانه پاکستان ته د ترهګرو د اوړېدو د مخنیوي لپاره کوي، خو افغان دولت بیا تل وايي چې خپله خاوره د چا پر ضد کارېدو ته نه‌پرېږدي.

د یادونې وړ ده چې په شمالي وزیرستان کې پر پاکستاني پوځیانو د دغه برید مسؤلیت لا تر اوسه کومې ډلې نه‌دی منلی.