ملګرو ملتونو د جیش محمد ډلې مشر د ترهګرو په لېست کې شامل کړ

ارشیف، د جېش محمد افراطي ډلې مشر مسعود اظهر په اسلام اباد کې یوه خبري غونډې ته د وینا پر مهال

ملګرو ملتونو د جیش محمد افراطي ډلې مشر مسعود اظهر د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شامل کړ.

د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې مسعود اظهر چې په پاکستان کې اوسي، د دې لپاره په تور لېست کې داخل کړ چې له القاعده شبکې او نورو نړیوالو ترهګرو سره اړیکې لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام‌اباد کې د ملګرو ملتونو تر اعلان وروسته د چهارشنبې په ورځ وویل:

"رسمي تګ‌لاره درې مسایل رانغاړي؛​ پر سفر بندیز، ​د شتمنیو کنګلول،​ پر وسلو تحریم او دا به پلي کېږي. پاکستان یو مسؤل هېواد دی چې مناسب اجرأت به وکړي."

ارشیف، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل په اسلام‌اباد کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال, March 28, 2019

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې په باور مسعود اظهر؛

  • له ترهګرو سره په پلانونو کې شریک دی.
  • هغوی ته اسانتیاوې برابروي.
  • مالي مرستې ورسره کوي.
  • او د هغوی په ګټه نورې ډېرې هلې ځلې کوي.

فرانس پرس اژانس څرګندوي چې ملګرو ملتونو وروسته تر دې دا بندیز ولګاوه چې چین هم موافقه وکړه.

پیکېنګ تر دې مخکې درې ځله له دې سره مخالفت کړی و چې مسعود اظهر د ملګرو ملتونو په تور لېست کې راشي.

ورته څلورمه هڅه د مارچ په میاشت کې د امریکا متحده ایالاتو، فرانسې او بریتانیا وکړه چې دا ځل چین له تخنیکي اړخه دا مسئله ځنډنۍ کړه.

د جیش محمد ډله له ۲۰۰۱ میلادي کال را په‌دې خوا د ملګرو ملتونو په نړیوال ترورېستي لېست کې ده.

دا ډله په پاکستان کې ده او د فبرورۍ د ۱۴مې نېټې د برید مسؤلیت‌یې منلی دی چې په کشمیر کې یې ۴۰ هندي سرتېري ووژل.

دا پېښه د هند او پاکستان ترمنځ د شخړو لامل شوه.

هند د ملګرو ملتونو د بندیزونو د کمېټې د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د فبرورۍ میاشتې تر برید وروسته د هند هوایي ځواکونو له ۱۹۷۱ میلادي کال راوروسته د لومړي ځل لپاره د پاکستان دننه بمباري وکړه، فرانس پرس اژانس څرګندوي چې هندي الوتکو د جیش محمد ډلې کمپ په نښه کړ.

کشمیر له ۱۹۴۷ میلادل کال څخه راورسته چې د بریتانیا استعمار پای ته ورسېد د هند او پاکستان ترمنځ ووېشل شو او دواړه هېوادونه دا خاوره خپله ګڼي.