ونزوئلا کې د ولسمشر او د مخالفانو د رهبر ملاتړو اخ‌وډب کړی

په کاراکاس کې مظاهرې. April 30, 2019

په ونزوئلا کې د ولسمشر او د مخالفانو د رهبر ملاتړو د پلازمېنې کاراکاس په کوڅو کې له یو بل سره اخ‌وډب کړی.

دوی په‌داسې حال کې له یو بل سره نښتي چې د مخالفانو مشر خوان ګوایدو له خپلو ملاتړو او همدارنګه د ونزوئلا له پوځ څخه غوښتي چې د نیکلاس مادورو د رژیم د نسکورولو لپاره دې خپلو کې یو موټی شي.

ګوایدو وايي، توانېدلی چې د پوځ د یوې برخې ملاتړ ترلاسه کړي، خو خبري رسنۍ راپور ورکوي چې د مخالفانو مشر د محدودو پوځیانو ملاتړ لري.

د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس په ونزوئلا کې د سې شنبې د ورځې نښتې له هغې راهیسې چې نیکلاس مادورو ولسمشر شوی، د نوموړي په وړاندې تر ټولو سخته ننګونه بللې ده.

خوان ګوایدو چې خپل ځان‌یې د ونزوئلا مؤقت ولسمشر اعلان کړی، د امریکا او څو نورو لوېدیځو هېوادونو ملاتړ ورسره دی، په وړاندې یې روسیه، چین، ایران او څو نور هېوادونه د نیکلاس مادورو ملاتړ کوي.

د مادورو ملاتړو او په‌دې ډله کې د ونزوئلا د دفاع وزیر، د ګوایدو وروستي اقدامات «ترورېستي» بللي او د هغه د ځپلو غوښتنه‌یې کړې.