ګوترش د اویغور مسلمانانو په اړه د چین له ولسمشر سره بحث کړی

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش د اویغور اقلیت مسلمانانو د وضعیت په اړه د چین له ولسمشر شي جین پېنګ سره په خپله یوه وروستۍ کتنه کې بحث کړی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند سټیفان دویاریچ پرون وویل، ښاغلي ګوترش له ولسمشر شي سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې بشري حقونه حتی د ترورېزم او افراطیت پر ضد د مبارزې پر مهال هم په بشپړ ډول باید مراعات شي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د جمعې په ورځ د اپرېل په ۲۶مه په پیکېنګ کې له ولسمشر شي سره وکتل.

دویاریچ وویل چې د دوی خبرې ډېرې سپینې، خو دوستانه وې.

دا څرګندونې لنډه موده وروسته له هغه کېږي چې د بشري حقونو د څار د ټولنې هیومن رایټس واچ مشر کنیټ روټ په یوه مطلب کې چې واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خپور کړ، د بشري حقونو په مسئله کې د چوپتیا له کبله پر ګوترش انتقاد وکړ.

د چین پر حکومت له دې کبله ډېر انتقادونه شوي چې شااوخوا یو میلیون اویغوران او نور مسلمانان‌یې د بیا روزنې په کمپونو کې چې فعالان‌یې د تجمع کمپونه بولي، راټول کړي دي.