په سریلانکا کې پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګېدلی

د سریلانکا د حجاب کړو مسلمانو ښځو یو انځور

په سریلانکا کې دغلته د سخت دریځو اسلامپالو د وروستیو خونړیو بریدونو وروسته چارواکو پر ښځو په عامه ځایونو کې د مخ پټولو بندیز لګولی.

په دې هېواد کې تېره اوونۍ یو لړ هغو بریدونو چې مسؤلیت یې د داعش وسله والې ډلې پر غاړه واخیست، لږترلږه ۲۵۰ کسان ووژل شول او سلګونه نور ټپیان شول.

د ولسمشر مایتریپالا سیریسینا دفتر نن وویل، نوموړی د دوشنبې له ورځې د دې بندیز د لګولو لپاره له بېړني قانونه کار اخلي.

روېټرز خبري اژانس د حکومت د یوه ویاند له خولې ویلي:

"دا د ولسمشر امر دی چې د هر ډول ټوکر په وسیله د مخ پر پټولو سمدستي بندیز لګوي."

د ولسمشر په امر کې په ځانګړې توګه د هغې نقاب یا چادرۍ یادونه نه ده شوې چې مسلمانې ښځې یې کاروي.

په عین حال کې د سریلانکا صدراعظم رانیل ویکرميسینګي په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عدلیې له وزارته یې غوښتي، څو پر چادرۍ د بندیز لپاره یوه طرحه چمتو کړي.

د بشري حقونو ډ‌لو دا بندیز غندلی دی.


د اندونیزیا د دوه ویشت میليونه نفوسو په سلو کې نهه اعشاریه اووه یې مسلمانان دي او په دې هېواد کې یو ډېر کم اقلیت ښځې چادري یا حجاب کاروي.