په ایران کې زنداني مېرمن نرګس محمدي عملیاتو ته اړتیا لري

په ایران کې د بشري حقونو مدافع زنداني مېرمن نرګس محمدي

په ایران کې د بشري حقونو مدافع زنداني مېرمن نرګس محمدي بېړنیو عملیاتو ته اړتیا لري.

دا خبره پرون د یکشنبې په ورځ د نرګس محمدي وکیل محمود بهزادي ایرنا خبري اژانس ته کړې.

نرګس محمدي د شنبې په ورځ روغتون ته وړل شوې وه او اوس ویل کېږي چې د سختې نسايي ستونزې په خاطر عاجلو عملیاتو ته اړتیا لري.

نرګس له روغتونه ایوین زندان ته انتقال شوې او معلومه نه‌ده چې د عملیاتو اجازه به ورکړل شي که نه؟

نرګس محمدي په ایران کې د بشري حقونو د مدافعینو د مرکز پخوانۍ مشره وه.

دا مرکز په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د سولې د نوبل جایزې د ګټونکې شیرین عیادي له‌خوا پرانیستل شوی و.

محمدي چې د بشري حقونو د فعالیت په برخه کې یې څو نړیوالې جایزې ګټلي، څو واره مخکې هم بندي شوې وه، خو دا وار د اعدام د سزا پر ضد د یوې ناقانونه ډلې د جوړولو په جرم په ۱۶ کلونو بند محکومه شوې ده.

امنستي انټرنشنل یا د بخښنې نړیوال سازمان د نرګس محمدي د دې سزا علت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست له پخوانۍ مشرې کټرین اشټن سره د هغې لیدنه بولي.