سياف: مجاهدين به د پخلاينې په چارو کې هم مخکښ رول ولوبوي

پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سياف وايي، مجاهدين به د سولې او پخلاينې په چارو کې هم مخکښ رول ولوبوي.

ښاغلي سياف دا خبره نن په ارګ کې د مجاهدينو د بريا د ٢٧مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وکړه.

هغه زياته کړه:

"دغه مجاهدين او مقاومت کوونکي به د پخلاينې په لومړۍ کرښه کې ولاړ وي. که خداى کول هغسې چې د هېواد د ازادۍ لپاره مو ملا تړلې وه، د سولې د راوستلو لپاره هم په هغه ترتيب ملاوې تړو. هيله من يو چې ملت يې تر څنګ ودرېږي."

ښاغلي سياف وويل، که د سولې پروسې په جلا جلا ډول تعقيب شي، مثبته نتيجه نه ورکوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په پام کې ده سبا په کابل کې د سولې مشورتي لويه جرګه پرانېستل شي چې څلور ورځې به دوام کوي.