د سولې د مشورتي لویې جرګې په خاطر په کابل کې امنیتي تدابیر جدي شوي

آرشیف/ په کابل ښار کې د پولیسو یو انځور

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د مشورتي لوېې جرګې د جوړېدو لپاره د امنیتي تدابیرو خبره کوي.

د دغې جرګې د دایرېدو سیمې ته نږدې او ورته په غځېدلو لارو او همداشان د کابل په لوېدیځو څنډو کې چک پینټونه ډېر شوي او امنیتي ځواکونو څاراو تالاشۍ جدي کړي دي.

د قمبر څلورلاري اوسېدونکی محمد صابر وايي، دغه وضعیت پر خلکو ناوړه اثر کړی دی.

دی وایي:

"دغو چک پاینټونو ستونزې پېښې کړي، خلک چې کورونو ته ځي، نه یې پرېږدي، د دغو چک پاینټونو له امله چا چې په ورځ کې سل افغانۍ ګټلې، اوس یې نه شي پیدا کولی."

دغو چک پاینټونو که اندېښې پیدا کړي، خو ځیني ورته خوښ دي.

د دغه ښار بل اوسېدونکی فواد وايي، د سولې د راتګ لپاره هره ستونزه زغملی شو او دغه تدابیر ښه اقدام دی.

د افغانستان پلازمېنه کابل

دی زیاتوي:

"دا د هېواد لپاره دي، موږ خوښ او راضي یوو، دغه تدابیر ډېر ښه کار دی."

ټاکل شوې ده چې مشورتي لویه جرګه د دوشنبې په ورځ د ثور په نهمه د کابل ښار د لویې جرګې په تالار کې جوړه شی.

دغې جرګې ته د افغانستان د ولایتونو پر استازو سربېره، له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو استازي هم را بلل شوي دي.

د دغې جرګې کمېسیون وايي، په دغه جرګه کې به د ۳۰ فیصدو ښځو په شمول، شااوخوا ۲۵۰۰ کسان ګډون وکړي.

افغان حکومت د دې لپاره چې دغه جرګه په ښه توګه دایره او په ښه توګه پای ته ورسېږي، په کابل کې یې یوه اوونۍ عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، امنتیي او دفاعي ځواکونو په همغږۍ سره، د خلکو او جرګې د امنیت لپاره تدابیر جدي کړي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي وایي:

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي

"موږ لومړۍ درجه احضارات لرو چې نه خلکو ته ستونزې پېښې شي او نه هم ټرافیکي ګڼه ګوڼه زیاته شي، همداشان امنیتي تدابیر هم جدي شوي، کله چې جرګه جوړېږي، د شورا ګردچاپېره به لومړۍ درجه احضارات ونیول شي."

ښاغلی رحیمي وايي، له خلکو هم هیله ده چې د امنیت په تامینولو کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي او کله چې له مشکوکو کسانو سره مخ کېږي، امنیتي ځواکونه دې خبر کړي چې د ناوړو پېښو مخه ونیول شي.

راپور: خان محمد سیند