ټرمپ: عربستان او د اوپیک نور غړي د تېلو د بهیر په اړه راسره موافق دي

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، سعودي عربستان او د اوپیک یا تېلو صادروونکو هېوادونو د سازمان نور غړي د ده له دې غوښتنې سره سلا شوي چې د تېلو تولیدات زیات کړي، څو په نړۍ کې د تېلو بیې راښکته شي.

ولسمشر ټرمپ پر خپل ټوېټر لیکلي:

"د سعودي عربستان او نورو سره مې د تېلو د بهیر د زیاتېدو په اړه خبرې کړي، ټول موافق دي."

د نوي میلادي کال له پیل راهیسې په نړیوالو مارکېټونو کې د خامو تېلو بیې په سلو کې ۳۳ لوړې شوې دي.

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو وروسته په کې په سلو کې دوه اعشاریه نهه کموالی راغلی.

په نړۍ کې د تیلو په بیو کې راغلی لوړوالي یو سبب هم پر ځینو هېوادونو د امریکا هغه فشار ګڼل کیږي چې ټینګار کوي له ایران څخه دې د تیلو اخیستل بند کړي. واشینګټن وايي، په سیمه کې د ایران د ویجاړونکو فعالیتونو په خاطر ددې هیواد د تیلو صادارت صفر ته راکمول غواړي.