يوه اوونۍ کېږي چې په ځینو ولایتونو کې د کوکنارو نېښ وهل پیل شوي

ارشیف، د افغانستان په یوه ولایت کې خلک د کوکنارو د حاصل د راټولولو په حال کې

د افغانستان په ځینو ولایتونو کې يوه اوونۍ کېږي چې د کوکنارو نېښ وهل پيل شوي، خو تر اوسه پورې هم د امنيتي ادارو له خوا د امنیتي ادارو له خوا د کوکنارو اړولو طرحه نه ده نهايي شوې.

د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د څار ځانګړې ادارې يا سيګار څېړنې ښيي چې سږ کال بیا د افغانستان په ډېری ولایتونو کې کوکنار کرل شوي او يوه اوونۍ کېږي چې په ځینو ولایتونو کې يې نېښ وهل پیل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت ویاند اسدالله یادګاري ازادي راډیو ته وویل، که څه هم تر اوسه پورې د کوکنارو د کښتونو اړولو عملیاتي پلان نه دی نهايي شوی او د کښتونو اړولو کمپاین په رسمي توګه نه دی پیل شوی، خو بیا هم په ځینو ولایتونو کې افغان ځواکونو د کوکنارو يو شمېر کښتونه اړولي دي.

ښاغلي یادګاري زیاته کړه، يوه ستونزه دا ده چې د کورنیو چارو وزارت له تشکیلاتو څخه د کوکنارو اړوونکې ځانګړې قطعه لېري شوې او بل دا چې زموږ ډېری نظامي ځواکونه له وسله والو مخالفینو سره په جګړه بوخت دي.

ده وویل:

"ّد ۱۳۹۸ کال لپاره د کوکنارو اړولو عملیاتي پلان جوړ شوی چې ډېر ژر به عملیات پیل شي، دا مهال زموږ ډېری ځواکونه په جګړه بوخت دي، پخوا موږ د کوکنارو د کښتونو اړولو په نوم د کورنیو چارو وزارت له نشه يي موادو سره د مبارزې معینیت یوه ځانګړې قطعه درلوده چې له بده مرغه اوس له منځه تللې او پر ځای یې د ولایتونو محلي ځواکونه د کوکنارو اړولو عملیات کوي."

ارشیف، په جوزجان ولایت کې افغان پولیس د کوکنارو د اړولو په حال کې

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو پر اساس، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند ولایت د امنیې قومندانۍ پولیسو په نادعلي، ګرم سیر، نهرسراج او لښګرګاه ښار په څلورمه حوزه کې (۲۸۲) هکټاره ځمکه او دغه ډول د ننګرهار پولیسو په غني خېلو، مومند درې او کوټ ولسوالیو کې (۳۵۳) هکټاره ځمکې د کوکنارو له کښتونو څخه پاکې کړي دي.

تېره اوونۍ په ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې د کوکنار نېښ وهل پیل شول، چې له ګاونډیو ولایتونو څخه په لسګونو نېښ وهوونکي دې ولایتونو ته تللي دي.

د کورنیو چارو وزارت پخوانی معین او امنیتي کارپوه میرزا محمد یارمند د کوکنارو د کښتونو کچې او افغانستان او نړۍ ته د نشه يي موادو ګواښونو ته په پام سره له نشه يي موادو سره روانه مبارزه کافي نه بولي.

دی وایي:

"موږ پخوا دوه ډوله ځواکونه درلودل، یو یې هغه ځواکونه وو چې له نشه يي موادو او اعتیاد سره به یې مبارزه کوله او د دې ترڅنګ مو نور غښتلي ملاتړي ځواکونه هم درلودل، خو اوس دا ظرفیت ډېر ټیټ شوی دی، له نشه يي موادو سره د مبارزې موجود تشکیلات د نشه يي موادو له قاچاق او لوژیستیکي چارو سره د مبارزې لپاره کافي نه دي."

په داسې حال کې چې سیمه ییز امنیتي ځواکونه د دولت له وسله والو مخالفینو سره په جګړه لګیا دي، د کورنیو چارو وزارت وايي چې دا مهال دې ولایتونو ته هېڅ ډول ملاتړي ځواکونه نه شي لېږلی چې هلته د کوکنارو کښتونه واړوي.

راپور: مرسلین ارسلا

Your browser doesn’t support HTML5

غږیز راپور