د خوست ځينو قومي مشران پرون په سوله او مشورتي جرګه خبرې وکړې

ارشیف، په خوست کې د قومي مشرانو د یوې غونډې انځور

په خوست کې یو شمېر قومي مشرانو پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه په افغانستان کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې په اړه خبرې وکړې.

په دې اړه قاضي احمد ببرکزي چې له خوسته به د سولې په مشورتي لویه جرګه کې ګډون کوي، پرون خلکو ته وویل:

"موږ سوله د افغانانو پر ټغر غواړو، هغې سولې ته رأیه ورکوو چې زموږ عزت په کې خوندي وي."

په خوست کې قومي مشر شمیم خان ځدران وویل چې افغانان باید له دې فرصته د سولې د ټینګښت لپاره کار واخلي او هر څوک باید خپل مسؤلیت ادا کړي.

په خوست کې د پرونۍ غونډې ګډونوالو وویل چې ژرترژره باید اوربند وشي.

ټاکل شوې چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ په کابل کې مشورتي لویه جرګه پیل شي.

د جرګې د تنظیم د کمېسيون په وینا، د جرګې ګډونوال به پر دې چې حکومت څرنګه او په کومو شرایطو له طالبانو سره سوله کولای شي، خبرې وکړي او ولسمشر ته به خپل نظر ورکړي.

خو په افغانستان کې یو شمېر سیاسي حرکتونو د سولې مشورتي لویه جرګه یو غیر ضروري کار بللی دی.