پیکنګ د "یوه لاره یو کمربند" په نوم د نړیوالې غونډې کوربه دی

د یوه لار یو کمربند نښان

پیکنګ د یوه لاره یو کمربند په نوم د نړیوالې غونډې کوربه دی.

دا نړیواله غونډه د پنجشنبې په ورځ پېل شوه او د شنبې په ورځ به پای ته ورسېږي.

یوه لاره یو کمربند د چین د حکومت ستره پروژه ده چې د ورېښمو د لرغونې لارې د احیا په نظر طرحه شوې ده.

د چین حکومت وايي چې د دې پروژې هدف سیمه ییز تجارت، تماس او همکارۍ ته وده ورکول دی.

د چین بیرغونه

د چین حکومت غواړي چې د یوه لاره یو کمربند پروژې په مرسته ځان د وچې او سمندر له لارې له اروپا او افریقا سره وصل کړي.

چین به د دې پروژې په مرسته د خپلو تجارتي مالونو لارې د افریقا او اروپا مارکېټونو ته په ارزانه بیه ورسوي.

په چین کې په دې اړه غونډې ته د پاکستان د صدراعظم او د روسې د ولسمشر په ګډون د نړۍ د اووه دېرشو هېوادونو استازي او لوړ رتبه چارواکي ورغلي دي.

د امریکا متحده ایالات او یو شمېر اروپايي هېوادونه د چین پر دې پروژه انتقاد لري.

هغوی چین ته خبرداری ورکړی چې دا پروژه یو شمېر هېوادونه چې د اقتصادي ودې په حال کې دي، د داسې لویو پورونو تر بار لاندې کوي چې هغوی یې د پرې کولو توان نه لري.

په پیکنګ کې غونډې ته د ایټالیا صدراعظم هم ورغلی دی.

ایټالیا د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د ډلې یوازنی هېواد دی چې د داسې لوړې څوکۍ چارواکي یې د پيکنګ په غونډه کې ګډون لري.

د روسیې ولسمشر پرون په ولادي واستوک کې د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره تر کتنې وروسته پيکنګ ته ولاړ.

د امریکا متحدو ایالاتو دې غونډې ته استازی نه دی ور استولی.

د جرمني او فرانسې حکومتونو خپل وزیران ور استولي دي.

په پیکنګ کې د امریکا سفارت پرون د اپرېل په پنځه ویشتمه په یوه اعلامیه کې پر هېوادونو غږ وکړ چې د اقتصاد په نړۍ کې له منل شویو اصولو سره سمه اقتصادي ډيپلوماسي وچلوي.

داسې ډيپلوماسي چې د سفارت په وینا، د ټولو لپاره د منتاسب پرمختګ لاره خلاصه کړي او پیاوړي اقتصادي بنسټونه رامنځته کړي.

د چین حکومت په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یوه لاره یو کمربند پروژه پرانیستله.

چین به پر دې پروژې زر ميلیارده ډالر پانګه ولګوي.

د چین حکومت په وروستیو پنځو کلونو کې د دې ستر ابتکار پر مختلفو برخو نوي ميلیارده ډالر پانګه لګولې ده.

د چین بانکونو په دې موده کې بهرنیو دولتونو ته ۲۰۰ ميلیارده ډالر پور ورکړی دی.