صلاح‌الدین رباني: پاکستان دې د «عمل پروګرام» موارد جدي عملي کړي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د رسنیو او معلوماتو په مرکز کې د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال

په مسکو کې د امریکا، چین او روسیې د درې اړخیزې ناستې د جوړېدو په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له پاکستانه غواړي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره دې عملي همکاري وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح‌الدین رباني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د غويي ۰۵» د دغه وزارت د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال د افغانستان په سوله او ثبات کې د پاکستان رول مهم وباله.

نوموړي وویل:

"موږ له ګاونډي هېواده د سولې په پروسه کې رښتیني همکاري غواړو، پاکستان کولی شي په‌دې برخه مثبت رول ولوبوي او مرسته وکړي چې افغانستان ته سوله او امنیت راشي."

ده وویل، په کومو مواردو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د عمل پروګرام کې پرې هوکړه شوې پاکستان‌یې باید په جدي توګه عملي کړي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې افغان حکومت له پاکستانه د افغانستان د سولې په برخه کې رښتینې مرسته غواړي، بلکې پخوا تر دې هم له هغه هېواده ورته غوښتنې شوي، خو د افغان چارواکو په خبره پاکستان په‌دې برخه کې لازمه همکاري نه‌ده کړې.

دا په‌داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، د افغانستان د سولې لپاره رښتنیې همکاري کوي.

عمران خان ځواک ته د رسېدو وروسته ډاډ ورکړی چې هڅې کوي په افغانستان کې سوله ټنیګه شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په روان کال کې د سولې د پروسې د پر مخ بیولو او امنیت لپاره د افغانانو په ملکیت، د سیمه‌ییزې اجماع د رامنځته کولو په هدف هڅې روانې دي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلومات او کارپوه احمد سعیدي

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ او کارپوه احمد سعیدي وايي، له پاکستان د مرستې تمه پر ځای نه‌ده.

دی وايي:

"د افغانستان د حکومت غوښتنه یوه عاجزانه هیله ده. تر هغې چې پر پاکستان ډېر او نړیوال فشارونه رانه‌وړل شي، مرسته نه‌کوي."

ښاغلی سعیدي وايي، پاکستان اوس هم د ترورېزم ملاتړ کوي او پټن‌ځایونه‌یې هم په هغه هېواد کې موجود دي.

د افغانستان د سولې او ثبات په اړه د پاکستان رول په داسې حال کې مهم ګڼل کېږي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی د سیمې او نړۍ ځینو هېوادونو ته سفرونه پیل کړي او په پام کې ده چې په راتلونکې اوونۍ کې په کابل کې مشورتي لویه جرګه هم جوړه شي.

راپور: خان محمد سیند