نړیوال بانک وایي چې د افغانستان اقتصاد سختې وچکالۍ ځپلی

ارشیف، د نړیوال بانک نښان

نړیوال بانک ویلي چې د افغانستان اقتصاد د سختې وچکالۍ له امله متضرر شوی دی.

د نړیوال بانک راپور نن د اپرېل په ۲۴مه په کابل کې خپور شو.

نړیوال بانک ویلي چې سږ کال ښایي د افغانستان وضعیت د ورښتونو د زیاتوالي له امله ښه شي، خو اقتصادي وده به‌یې کمزورې وي.

د نړیوال بانک په حواله، د افغانستان اقتصاد په ۲۰۱۸ میلادي کال کې یوازې یو فیصد وده کړې.

د افغانستان د اقتصاد د کمزورې ودې عوامل په دې هېواد کې روان تشدد او وچکالي دي.