هلمند سره د هند د مرسته شویو غنمو په غلا کې څوک شامل دي؟

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د هندوستان له‌خوا د افغانستان سره د مرسته شویو غنمو هغه نږدې ټوله برخه غلا شوي دي چې هلمند ته ورکول شوي وو.

که څه هم تر اوسه نه‌ده معلومه چې چا او څومره غنم وړي، خو ولایتي شورا په‌دې برخه کې د ولایت مقام پړ بولي.

د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان وايي، دوی ته دقیق معلومات رسېدلي چې یاد غنم د عامو خلکو په نوم ځینو مشخصو کسانو ایستلي او په تور بازار کې يې پلورلي دي.

د ولایت مقام هم د غلا شویو غنمو د اندازې په اړه معلومات نه‌لري، خو مني چې یو شمېر کسان د یوه اندازه غنمو سره نیول شوي دي.

  • دا چې د هلمند سره د هند د مرسته شویو غنمو په غلا کې نور څوک شامل دي؟

تفصیل‌يې د الیاس داعي په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

داعي راپور