ارزګان کې د کرکټ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې

ارزګان کې د کرکټ سیالۍ , 23 April 2019

ارزګان کې د کرکټ یو میاشتنۍ سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرکټ بورډ مسؤل جماالدین میلاد نن د سې شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، په‌دغه ټورنمنټ کې ۱۸ لوبډلو برخه اخیستې وه چې هدف‌یې د ځوانانو ترمنځ یووالی او کرکټ لوبو ته وده ورکول ښودل شوي.

په ورته وخت کې یو شمېر لوبغاړي بیا له افغان حکومته غواړي چې د لوبو کولو لپاره دې ورته معیاري لوبغالی جوړ شي.