افغان ولسمشسر په مخابراتو وزارت باندې د تېرې ورځې حملې ته په غبرګون سره وايي چې وسله وال مخالفین له دولت سره د سولې جرئت نه لري.
افغان ولسمشر پر مخابراتو وزارت له حملې یوه ورځ وروسته د یکشنبې په ورځ دغه وزارت ته ولاړ او دغه حمله یې د مخالفینو د وېرې نښه وبلله.
ده وویل:
"پر هغو کسانو چې په ملکي ادارو کې کار او خدمت کوي، حمله نه یوازې مېړانه نه ده، بلکې د زبون او وېرې مثال دی."
محمد اشرف غني هغو کسانو ته په خطاب کې چې دغه حمله یې کړې، وايي چې که چېرې له امنیتي ځواکونو سره د جګړې توان لرئ، نو را میدان ته شئ.
تېره ورځ پنځو وسله والو د مخابراتو پر وزارت حمله وکړه چې له افغان امنیتي ځواکونو سره له شااوخوا پنځه ساعته جګړې وروسته په دغه جګړه کې د درېیو افغان سرتېرو په ګډون ۷ کسان ووژل شول او اته ملیکان ټپیان شول.
افغان ولسمشر د مخابراتو وزارت د کارکوونکو او مراجعینو په ژغورلو او د حمله کوونکو په له منځه وړلو کې د افغان ځواکونو اقدامات وستایل او هغه یې د ستاینې وړ وبلل.
محمد اشرف غني د وسله والو مخالفانو په ضد تندې څرګندونې وکړې او ویې ویل، هغه چې حمله یې کړې، د سولې جرئت نه لري.
ده وویل:
"څومره کورنۍ نن د غم پر ټغر ناستې دي، ځکه چې تاسې د دې جرائت نه لرئ چې د سولې لپاره اقدام وکړئ، تاسې د دې جرئت نه لرئ چې د هېواد دښمنانو په وړاندې په یو واحد صف کې ودرېږئ، جګړه د چا په ګټه ده؟ ایا یو افغان له دې جګړې لذت او فایده وړي، دربدرۍ او د نظام نشتون مو ولید، څه غواړئ؟"
په عین حال کې غني وویل چې د اوسنۍ جګرې د دوام لپاره هېڅ شرعي او فکري دلیل نشته.
ظاهراً د غني دغه څرګندونې طالبانو ته متوجې کېږي، خو د وسله والو طالبانو په ګډون هېڅ کومې ډلې د شنبې د ورځې د حملې مسؤلیت نه دی منلی.
Your browser doesn’t support HTML5
پر مخابراتو وزارت حمله داسې مهال کېږی چې ټاکل شوې وه، په همدې ورځ په قطر کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ بین الافغاني خبرې اترې وشي.
د افغانستان جمهوري ریاست په وینا، دغه غونډه د طالبانو له مخالفت وروسته د قطر د حکومت له لوري لغوه شوه.
افغان ولسمشر د مخابراتو په وزارت کې په خبرو کې ویلي، د بېګناه افغانانو د وژنې مسؤلیت هغه چاته ورګرځي چې جګړه کوي، هغه جګړه چې د ښاغلي غني په وینا، د حل روښانه لاره لري.
راپور: رحمت الله افغان