پاکستان له ایرانه د یوې ترورېستي ډلې په وړاندې اقدام وغوښت

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

پاکستان له ایرانه غوښتي چې د هغو ترورېستي ډلو په ضد دې اقدام وکړي چې د دوی په باور په دې اوونۍ کې د ۱۴ پاکستاني سرتېرو د وژنې په پېښه کې لاس لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل:

"موږ هیله لرو چې ایران به په دې برخه کې څرګند اقدامات وکړي."

قریشي وویل، ۱۵ وسله وال چې پوځي یونیفورم یې په تن و، د اپرېل په اتلسمه نېټه یې په بلوچستان ایالت کې پر یوه بس موټر برید وکړ او د پاکستان د پوځ ۱۴ تنه پروسونل یې وواژه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ایران حکومت ته په یوه لیک کې لیکلي چې دا برید د بلوڅو د درېیو تروېستي سازمانونو د ائتلاف له خوا چې په ایران کې دي، شوی دی.

دا اعلان له هغې یوه ورځ مخکې کېږي چې ټاکل شوې د پاکستان صدراعظم عمران خان ایران ته سفر وکړي.

قریشي خبریالانو ته وویل چې د صدراعظم عمران خان په دې پلان شوي دوه ورځني سفر کې چې د یکشنبې په ورځ پیلېږي، کوم بدلون نه دی راغلی او عمران خان به دا مسئله له ایراني چارواکو سره یاده کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر قریشي زیاته کړې، خپل ایراني سیال محمد جواد ظریف سره یې د شنبې په ورځ خبرې کړي او هغه سره یې د پاکستان د امنیتي سرتېرو د وژل کیدو په اړه د خپلې څېړنې جزیات یې شریک کړي دي.

تهران تر اوسه د پاکستان د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.

د روان میلادي کال په پیل کې ایران له پاکستانه غوښتي وو چې د هغو وسله والو ډلو پر ضد دې اقدام وکړي چې د ایران د سپاه پاسدارن پر ضد بریدونو کې لاس لري.

په فبرورۍ میاشت کې د ایران د سپاه پاسداران ۲۷ سرتېري د پاکستان پولې ته نږدې په یوه ځانمرګي موټري بمي برید کې وژل شوي وو.