د ختیځ زون دیني عالمان د «خالد» او «الفتح» په نوم عملیاتو بندول غواړي

Your browser doesn’t support HTML5

د ختیځ زون روحانیون: "خالد" او "الفتح" عملیات دې ودرول شي

ننګرهار، هغه ولایت چې اوسېدونکو یې د سولې په هڅو کې د جنګ جدي زیانونه لیدلي دي.

د داعش د زورورو جنګونو وروسته طالبان د ننګرهار ولایت په ځینو سیمو کې فعالیت لري.

د دغه ولایت د مرکز اوسېدونکي د ژوند د سوکالۍ له نشتوالي ځورېږي.

د جلال‌اباد ښار دوو اوسېدونکو محمد طاهر او عبیدالله ازادي راډیو ته وویل:

"له یوې ولسوالۍ نه بلې ته نه په شپه کې او نه د ورځې ورتلی شو. زه په ښار کې رکشا چلوم او د ارامۍ احساس نه‌کوم."

"امنیت خو دلته ډیر خراب دی، له حکومته غواړو چې له موږ سره خواخوږي وکړي او امنیت تأمین کړي."

دغه ولایت کې دیني عالمانو د سولې غږ پورته کړی دی.

د افغانستان د ختیځ زون روحانیون د جلال‌اباد په ښار کې راټول شوي او د حکومت د خالد او د طالبانو د الفتح په نوم د عملیاتو درول غواړي.

دوی وايي، مېړانه په جنګ او انسان وژنه کې نه، بلکې په سوله او د یو بل په منلو کې ده.

دیني عالم مولوي محمد مطهر وايي:

"په جنګ کې څوک وژل کېږي؟ ټول افغانان دي، که پولیس، ملي اردو یا دیني عالم مري، ټول افغانان دي. که بل لوري ته څوک مري هغه هم افغانان دي. باید جنګ ودرېږي."

دا په‌داسې حال کې ده چې که له یوې خوا په افغانستان کې د سولې هڅې زیاتې شوي، جنګ په‌کې هم زور اخیستی دی.

په روانه اوونۍ کې طالبانو د الفتح په نوم پسرلني عملیات اعلان کړل او افغان حکومت پخوا تر دې د خالد په نوم عملیات اعلان کړي وو.

د جنګ له تودېدو سره سره افغان حکومت ۲۵۰ کسیز پلاوی وټاکه چې قطر ته لاړ او د طالبانو له استازو سره وویني.

یوازې د دغه ښار اوسېدونکي نه‌دي چې سوله غواړي، بلکې د افغانستان ۳۰ میلیونه خلک د سولې په انتظار کې دي.

د سولې د هڅو د زیاتېدو په درشل کې د خلکو تمه دا ده چې په ټوپکونو کې مرمۍ بندې او اوربند اعلان شي.

وبه لیدل شي چې په اوربند کې د افغانستان حکومت مخکې کېږي او که طالبان؟

راپور: خان محمد سیند