افغانستان د بيان د ازادۍ له مخې په ١٢١م کتار کې راغلى

ارشیف/ یوه افغانه ښځینه خبریاله/ Source: Wakil Kohsar (AFP)

د بې‌پولې خبريالانو سازمان، افغانستان د خبريالانو لپاره له خطرناکو هېوادونو بللى دى.

په نړۍ کې د بيان د ازادۍ په اړه د دغه سازمان په کلني فهرست کې چې نن خپور شوى، تر ټولو ښه هېواد ناروې او تر ټولو ناوړه هېواد ترکمنستان ګڼل شوى دى.

که څه هم په‌دغه فهرست کې افغانستان په هغو هېوادونو کې راغلى چې ډېر خبريالان په‌کې وژل شوي، خو بيا هم د بيان د ازادۍ له مخې په ١٢١م کتار کې راغلى دى.

پاکستان په ١٤٢م او ايران په ١٧٠م کتار کې راوستل شوى دى.

افغانستان د منځنۍ اسيا د هېوادونو قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان او ازبکستان په نسبت د بيان په ازادۍ کې مخکښ دى.

په فهرست کې افغانستان له نورو هېوادونو لکه روسيې، چين او اذربايجان هم مخکې دى.