د پاکستان په بلوچستان ایالات کې چارواکي وايي، نامعلومو وسلهوالو په دې ایالات کې ۱۴ مسافر له بسونو تر ښکته کولو وروسته وژلي دي.
د چارواکو په وینا، دا پېښه د پنجشنبې په شپه ناوخته د بلوچستان ایالات ګوادر ته نږدې د مکران-کوسټل پر لویې لارې شوې ده.
د بلوچستان ایالات د کورنیو چارو ایالتي سکرتر حیدر علي له فرانس پرس خبري اژانس سره په خبرو کې د دغې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده:
"نږدې ۱۵-۲۰ کسان چې د امنیتي ځواکونو یونیفورمیې اغوستی وو، د کوسټل-مکران پر لویه لار له ۴ څلورو بسونو ۱۴ مسافر تر پېژندنې وروسته ښکته کړل او بیا وروستهیې په ډزو ووژل."
په دې اړه نور: د پېښور په حیاتاباد کې د وسلهوالو پر يوه مرکز حمله روانه دهد حیدر په خبره، دغه ۴ بسونه د بلوچستان له اورماره سیمې څخه کراچۍ ته پر لار وو او زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې د پاکستان د بحري ځواک یو سرتېری هم شامل دی.
که څه هم وسلهوال تر پېښې وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلي، خو د بلوچستان د کورنیو چارو ایالتي سکرتر فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې تحقیقاتيې پیل کړي او په خبرهیې د ترهګرۍ دا ډول پېښې د زغملو وړ نهدي.
د بلوچستان چارواکو لا تر دې دمه د نورو وژل شویو کسانو هویت نهدی په ډاګه کړی او نهیې هم د دغه وژنې د انګېزې په اړه څه ویلي دي.
نامعلومو وسلهوالو په بلوچستان کې دا ۱۴ مسافر تر هغې وروسته وژلي چې تېره اوونۍ د همدې ایالات په مرکز کوټې د هزارګنجي سیمې د سبزي او مېوې په منډيي کې پر شیعه هزارهګانو ځانمرګی برید وشو چې لږ تر لږه ۲۰ کسانیې ووژل او تر ۴۵ زیاتیې ټپیان کړل.
د پاکستان حکومت د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري پر خپلې ټویټرپاڼې په بلوچستان کې د وسلهوالو لهخوا د ۱۴ مسافرو د وژنې پېښه غندلې او د کوټې پر هزارهګانو ځانمرګی برید، د پېښور په حیاتاباد کې د ترهګرو شتون او د مسافرو د وژلو پېښې یې د یوې کړۍ لړۍ بللې دي.
ہزارہ پر حملہ، پھرحیات آباد میں TTP اور پھر آج کوسٹل ہائ وے کا بہیمانہ واقعہ۔۔ ایک منظم پیٹرن نظرآرہا ہے، ہم نے امن کیلئے بہت قربانی دی ہے، انشااللہْ ہم ان واقعات کےذمہ داران کو مثال عبرت بنا دیں گے، ہم نے دہشتگردی کی جنگ میں بڑی کامیابیاں حاصل کی ہیںلیکن جنگ ابھی ختم نہیں ہوئ
— Ch Fawad Hussain (@fawadchaudhry) April 18, 2019
ده ویلي:
"که څه هم پاکستان د ترهګرۍ خلاف جګړه کې ډېرې کامیابۍ ترلاسه کړي، خو جنګ لا ختم نهدی."
له بلېخوا بیا د پاکستان صدراعظم عمران خان هم په بلوچستان کې د مسافرو وژل غندلي او له اړوندو ادارو څخهیې د پېښې په اړه تفصیلي راپور غوښتی دی.
د یادونې وړ ده چې که څه هم تر دې دمه لا کومې وسلهوالې ډلې په بلوچستان کې د مسافرو د وژنې مسؤلیت پر غاړه نهدی اخیستی، خو تر دې مخکې د دې ډول ترهګریزو پېښو مسؤلیت ډېری وخت بلوڅ بېلتونپالو منلی دی.