د افغانستان د برښنا شرکت په عوايدو کې زیاتوالی راغلی

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال, 18 December 2012

د افغانستان د برښنا شرکت وايي، د برښنا له درکه د پوروړو کسانو د لینونو د قطع کولو له کمپاین وروسته د دوی په عوايدو کې زیاتوالی راغلی دی.

د دې شرکت ویاند وحیدالله توحیدي نن د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۹» ازادي راډيو ته وویل چې د لینونو د قطع کولو له کمپاینه وړاندې د دې شرکت ورځني عواید له څلورو تر پنځه میلیونه افغانیو ته رسېدل، خو اوس دا رقم له ۴۰ تر ۵۰ میلیونه افغانیو رسېدلی دی.

نوموړی وايي، د برښنا له درکه لسګونه پورړوي چې وړاندې يې خپله قرضداري نه‌پرې کوله، اوس اماده شوي چې خپله قرضداري پای ته ورسوي.

د افغانستان د برښنا شرکت نږدې دوه اوونۍ وړاندې د برښنا له درکه د پوروړو پر ضد د دوی د لینونو د قطع کولو کمپاین پیل کړی چې لا اوس هم روان دی.