په افغانستان کې سېلابونو ۱۳۴ کسان وژلي

په کابل کې راوتلي سیلابونه, April 16, 2019

په افغانستان کې د روان کال د حمل میاشتې له اتمې نېټې راهیسې په سیلابونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۳۴ تنو ته رسیدلی دی.

دا خبره نن طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت د وزارت مرستیال محمد قاسم حیدري ازادي راډیو ته وکړه.

په‌دغو سیلابونو کې په ۱۳۴ وژل شویو سربېره، ۶۱ کسان ټپيان او ۳۸ نور لادرکه دي.

د پلازمینې کابل په شمول په ۲۰ ولایتونو کې سیلابونه راوتلي چې په وروستیو درېیو ورځو کې یې زور اخیستی.

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت مرستیال وزیر قاسم حیدري وايي چې په مرګ‌ژوبلو سربېره څه باندې باندې ۹ زره کورونه نیمه یا پوره وران شوي.

ولسمشر اشرف غني بیګاه په ارګ کې د اړوندو ادارو مسؤلینو ته امر کړی چې له سیلاب ځپلو سره د مرستې لپاره ژر تر ژره لاس په کار شي.