غني: د کابل سیند پر غاړه به استنادي دېوالونه جوړ شي

آرشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د قلعه واحد په سیمه کې له سېلاب ځپلو کورنیو سره د مرستو ژمنه وکړه.

غني نن د اپرېل په ۱۶مه د خلکو یوې غونډې ته وویل، د هغو کسانو سره به چې په‌دې سیمه کې یې د کابل سیند غاړې غصب کړي، قانوني چلند وشي.

ولسمشر له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کابل سیند پر غاړه به استنادي دېوالونه جوړ شي.

ولسمشر ویلي چې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې ۱۲۰ کورنۍ به چې کورونه‌یې سېل وړي، په نورو سیمو کې ځای پر ځای کېږي.