«WHO»: د طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي

ارشیف، د لیبیا د جګړو نښې April 15, 2019

د روغتیا نړیوال سازمان «World Health Organization» ویلي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس د نیولو لپاره په جګړه کې ۱۴۷ تنه وژل شوي دي.

د دې سازمان په وینا، د رقیبو وسله‌والو ډلو په جنګ کې ۷۵۸ تنه زخمیان شوي دي.

د لیبیا ملي پوځ په نوم د وسله‌والو ډلې چې د خلیفه حفتر په نوم قوماندان یې مشري کوي، د اپرېل په ۵مه نېټه د طرابلس د نیولو لپاره عملیات پېل کړل.

په طرابلس کې ملېشه ډلې چې هلته د ملګرو ملتونو د ملاتړ کوونکي حکومت سره تر یوه حده تړاو لري، مقاومت کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان نن د اپرېل په شپاړسمه، پر ټوېټر خبر ورکړ چې اضافي روغتیايي کارکوونکي یې لیبیا ته استولي دي.

ملګرو ملتونو پرون وویل چې د جګړې له امله ۱۸۰۰۰ کسان بې کوره شوي هم دي.