حمید مبارز: په هرات کې سېلابونو ۵ تنه مړه کړي او ۱۷ بې‌درکه دي

په هرات کې راغلي سېلابونه, March 29, 2019

په افغانستان کې د طبیعي افتونو او بشري چارو د ادارې مشر حمید مبارز اسوشیټېډ پرس ته ویلي چې په هرات کې هم د نویو سېلابونو له امله پنځه تنه مړه شوي او ۱۷ بې‌درکه دي.

دا کسان د هرات په اوبې ولسوالۍ کې د دوشنبې په ورځ سېل وړي دي.

د افغانستان حکومت ویلي چې په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۶ ولایتونو کې سېلونه راغلي دي.

په میدان وردګ ولایت کې هم چارواکو ازادي راډیو ته ویلي چې دوه تنه د سېل له امله مړه شوي او ګڼ شمېر کورونه تخریب شوي.

په میدان وردګ کې د نرخ او جلرېز ولسوالۍ خلک سېل ځپلي دي.

د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې هم سخت باران یو کور ویجاړ کړی چې دوه کوچنۍ نجونې یې له امله مړې شوي او څلور تنه زخمیان شوي دي.

په ځاځي اریوب کې یوه قومي مشر، انور صدیقي نن د ازادي راډیو خبریال ته ویلي چې په‌دې ولسوالۍ کې د ششتې پر بازار هم سېل راغلی، دکانونه‌یې وړي او بازار بند دی.

د افغانستان حکومت تر اوسه د تلفاتو مجموعي شمېر نه‌دی اعلان کړی، خو د اسوشیټېډ پرس په حواله، د روان میلادي کاله له پیل راهیسې د سېلابونو له امله تر ۱۱۰ زیات خلک مړه شوي دي.