د روغتیا نړیوال سازمان: د لیبیا په جګړو کې تر اوسه ۱۴۷ کسان وژل شوي

د لیبیا د حکومتي ځواکونو انځور چې د مرکز طرابلس د دفاع په حالت کې دي

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» وايي چې د لیبیا پر پلازمېنې طرابلس د ولکې په مقصد د سیالو ډلو ترمنځ په جګړو کې تر دې دمه ۱۴۷ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا اړونده اداره همداراز وايي، ۶۱۴ نور کسان له هغه مهاله چې د لیبیا د ملي پوځ په نوم وسله‌والې ډلې د اپرېل په پنځمه خپل پراخ عملیات پیل کړل، ټپیان شوي دي.

په لیبیا کې د «WHO» دفتر پرون دوشنبه د جګړې پر ښکېلو خواوو غږ وکړ چې له زغم څخه کار واخلي او روغتونونو، امبولانسونو او روغتیايي کارکوونکو ته له زیان اړولو ډډه وکړي.

ملګري ملتونه وايي، یوازې په یوه وروستۍ ورځ ۲۵۰۰ ملکي وګړي د جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې له دې سره د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو ټول شمېر له ۱۸ زرو اوړي.

لیبیا د دوو موازي حکومتونو ترمنځ وېشل شوې ده چې یو د هېواد په ختیځ او بل په لوېدیځ کې واکمن دی او دواړه ملېشه ډلې لري.