د پیسو د نړیوال صندوق اداره یوه ډله پاکستان ته لېږي

د پیسو د نړیوال صندوق یا «IMF» نښان

د پیسو نړیوال صندوق «IMF» وایي، د روانې میاشتې په وروستیو کې به یوه ډله پاکستان ته ولېږي، څو د دې ادارې د مرستې په اړه خبرو ته دوام ورکړي.

دا اقدام داسې مهال کېږي چې پاکستان د خپل اقتصادي بحران د کمولو لپاره هلې ځلې کوي.

د (ای. اېم. اېف) په یوې اعلامیه کې چې د اپرېل پر ۱۵مه خپره شوه، راغلي:

"د چارواکو په غوښتنه، د ای اېم اېف له‌خوا ګمارل شوې ډله به د اپرېل تر ختمېدو دمخه پاکستان ته ولاړه شي، څو بحثونو ته دوام ورکړي."

دا اعلان واشنګټن ته د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر تر سفر وروسته وشو.

نوموړي په امریکا کې له نړیوالو پور ورکوونکو سره له پاکستان سره د مالي مرستې پر پروګرام خبرې کړي چې له ډېرې مودې ځنډېدلی.

تمه وه چې پاکستان د (ای. اېم. اېف) د مالي مرستو دا پروګرام تېر کال لاسلیک کړی وی، خو پاکستاني چارواکي شکایت لري چې د دې ادارې د پور شرایط ښایي د دغه هېواد اقتصاد ته زیان ورسوي.