د کانونو وزارت په متحده عربي اماراتو کې ۴۳ پروژې پانګونې ته وړاندې کړي

ارشیف، د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت په متحده عربي اماراتو کې ۴۳ بېلابېلې پروژې د پانګونې لپاره وړاندې کړې.

افغانستان په متحده عربي اماراتو کې د کانونو په برخه کې د پانګونې د فرصتونو په نړیوال کنفرانس کې چې له بېلابېلو هېوادونو څخه په‌کې ۱۵۰ شرکتونو ګډون کړی و، ۴۳ بېلابېلې پروژې پانګونې ته وړاندې کړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د وري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې په دغو پروژو کې ۱۴یې سترې او نورې وړې پروژې دي چې بهرنیو او داخلي شرکتونو ته د رقابت له مخې په قرارداد ورکول کېږي.

ښاغلی مطفي وايي، د دغو پروژو له اعلانه هدف په افغانستان کې د پانګونې لپاره د سترو شرکتونو جلبول دي.

ده وویل:

"زموږ هدف د دې پروژو له اعلانه دا دی، کوم نړیوال شرکتونه چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، په ځانګړې توګه هغه شرکتونه چې له مالي اړخه غني دي، هغوی ته دعوت ورکړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي."

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیره نرګس نهان چې په دغه کنفرانس کې ګډون لري، ویلي دي چې په سترو پروژو کې امریکايي، اروپايي او خلیج هېوادونو زیاته لېوالتیا ښودلې ده.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیره نرګس نهان

اغلې نهان ویلي دي چې شرکتونو ته به قراردادونه په شپږو میاشتو کې ورکړل شي چې د پروژو چارې یې باید د ۴ او ۶ میاشتو په منځ کې پیل شي.

پانګونې ته وړاندې شوې پروژې د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې دي چې د اټکل له مخې به تر راتلونکي کاله په ابتدايي سروې او استخراج‌یې سل میليونه ډالر ولګول شي.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند وایي چې دغه پروژې د تېلو، ګازو، سمنټو او ډول ډول قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو په برخه کې دي.

په افغانستان کې د منرالونو او قیمتي ډبرو شمېر ۱۴۰۰ ډولونو ته رسېږي چې تر ټولو مهم‌يې د بامیانو د حاجي‌ګک کان، د لوګر مس عینک، د بدخشان طلا او لاجورد، د لوګر کرومایټ، د ډبرو سکاره، وسپنه، سپین زر، سرب، مرمر، د یورانیمو منرالونه لکه یاقوت، زمرود، فیروزه، مالګه او د ځینو نورو ډبرو کانونه دي.

د يو شمېر راپورونو له مخې، د افغانستان زیاتره کانونه د طالبانو او يا هم مافیايي کړیو له لوري اداره کېږي چې له امله‌یې افغان حکومت سلګونه میليونه ډالر له لاسه ورکوي.

که څه هم افغانستان د بېلابېلو کانونو د لرلو له امله يو غني هېواد دی، خو د ناامنیو او جګړو له امله په دغه هېواد کې د کانونو د کېندنې لپاره زیاتره شرکتونه يا زړه نه ښه کوي او يا هم داسې شرایط وړاندې کوي چې په‌کې د افغانستان ګټه ډېره کمه په نظر کې نیول کېږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونه بیا په دې باور ده چې افغان حکومت دې لومړی نړیوالو شرکتونو ته د پانګونې لپاره زمینه برابره کړي او بیا دې په نړیوالو کنفرانسونو کې پروژې اعلان کړي.

د دې خونې اجرائیه رئیس رحیم‌الله سمندر وايي، د افغانستان اوسني امنیتي وضعیت او د پروژو په قراردادونو کې سختو او پېچلو شرایطو ته په کتو ستونزمنه ده چې نړیوال شرکتونه دې په افغانستان کې پانګونې ته زړه ښه کړي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې اجرائیه رئیس رحیم الله سمندر

​ده زیاته کړه:

"لومړی دا چې دوی د کورني صنعت‌کار او پانګه‌وال ستونزه نه‌شي حلولای، پاتې شوه دا چې دوی بیا امریکايي، اروپايي او يا د ګاونډیو هېوادونو پانګه‌وال دلته پانګونې ته وهڅوي، دوی په دې برخه کې عملي کار نه‌دی کړی، بلکې دا نمایشي کارونه دي چې په کنفرانسونو کې پروژې اعلان کړي."

د ښاغلي سمندر په خبره، ناسم امنیتي وضعیت، د قراردادونو پېچلی سیستم او د پروژو په ورکړه کې سخت او اوږده مراحل هغه څه دي چې پانګه‌وال یې په افغانستان کې له پانګونې زړه توري کړي دي.

خو افغان حکومت له دې وړاندې ویلي دي چې د کانونو او نورو سیمو د ساتنې لپاره د افغانستان عامه ساتندوی ځواک ګمارل کېږي او د پروژو په قراردادونو کې يې هم د اسانتیا خبره کړې ده.

راپور: محمد واصل وصال