پامپیو: له ونزوئلا سره به د مرستې په هدف ټول وسایل وکاروو

ارشیف,د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو April 8, 2019. REUTERS/Yuri Gripas

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، واشنګټن به له ونزوئلا سره د مرستې په موخه ټول اقتصادي او سیاسي وسایل وکاروي.

په ونزوئلا کې وروسته له هغې سیاسي کړکېچ زور واخیست چې د نیکلاس مادورو د واک پر ضد خلک لارو کوڅو ته راووتل او د دې هېواد د پارلمان رئیس خوان ګوایدو خپل ځان د دې هېواد مؤقت ولسمشر اعلان کړ.

د یکشنبې په ورځ د کولمبیا په سرحدي ښار کوکوټا کې د خبرو پر مهال مایک پامپیو همدارنګه وویل، هغه هېوادونه به هم بیه پرې کړي چې په ونزوئلا کې د نیکلاس مادورو د واک د دوام ملاتړ کوي.

روسیه، ایران، چین او کیوبا د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د نیکلاس مادرو ملاتړ کوي.

امریکا او لسګونه نورو اروپايي هېوادونو بیا په ونزوئلا کې د خوان ګوایدو ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو چې چیلې، پاراګوای او پیرو ته‌یې د خپلې درې ورځني سفر په وروستي پړاو کې خبرې کولې ویلي:

"د امریکا متحده ایالات به په ټولو اقتصادي او سیاسي وسایلو چې لري یې د ونزوئلا د خلکو مرستې ته دوام ورکړي."

نوموړي په‌دې لړ کې په ځانګړې توګه د ویزو د لغوه کولو او بندیزونو یادونه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو همدارنګه مسکو ته ویلي، څو هغه سل تنه روسي سرتېري دې له ونزوئلا وباسي چې تېره میاشت دې هېواد ته رسېدلي دي.