چارواکي: هلمند کې بارانونو د وچکالیو ستونزه حل کړې

د افغانستان په نقشه کې د هلمند ولایت

د هلمند ولایت د کرنې او اوبو لګونې ریاست وایي، په‌دغه ولایت کې بارانونو د وچکالیو ستونزه حل کړې.

د هلمند ولایت د کرنې مشر زلمي الکو نن ازادي راډيو ته وویل، په‌دغه ولایت کې د بارانونو له امله د ځمکې د اوبو کچه یو نیم متر لوړه شوې چې ورسره کرنیز فعالیتونه هم چټک شوي.

نوموړی وایي، روان لمریز کال کې به دغه ولایت کې ګڼ کرنیز محصولات راټول او د کرنې په برخه به زیاتو کسانو د کار زمینه برابره شي.