د لیبیا په وروستیو نښتو کې لږترلږه ۱۲۱ کسان وژل شوي

د لیبیا د حکوتي ځواکونو یو انځور

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په لیبیا کې د سیالو ډلو ترمنځ په وروستیو جګړو کې لږترلږه ۱۲۱ کسان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو دې اړوندې ادارې نن وویل، په هغو جګړو کې چې د خلیفه حفتر په مشرۍ د لیبیا د ملي پوځ په نوم ملېشو د اپرېل په پنځمه پر پلازمېنې طرابلس د ولکې په هدف پیل کړي، ۵۶۱ نور کسان ټپیان شوي هم دي.

په لیبیا کې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO دفتر نن پر خپله ټوېټرپاڼه ولیکل چې دا اداره طرابلس ته د نورو صحي تجهیزاتو او کارکوونکو د استولو په حال کې ده او په عین حال کې پر صحي کارکوونکو او د هغو پر موټرو حملې هم غندي.

په لیبیا کې په یو وخت کې دوه موازي حکومتونه، یو د هېواد په ختیځ او بل په لوېدیځ کې واکمن دي چې دواړه ملېشه ډلې لري.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ وویل چې د دې جګړو له کبله شااوخوا اته زره کسان د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.