مسؤلین: د فراه سوداګرې ښځې لاسي صنایع د پلور لپاره ایران ته استوي

ارشیف: په هرات کې د مېرمنو د لاسي صنایعو د یوه نندارتون انځور

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې له ناامنیو او ځینو نورو ستونزو سره سره د دغه ولایت سوداګرې ښځې په بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

د دغې خونې رئیس عسکر ګمنام نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغه ولایت ښځې زیاتره د خوراکي موادو د تولید، خامک او چرم ګنډلو او دغه شان د کرنې په برخه کې کار کوي.

خو په خبره یې چې د دوی د محصولاتو د پلور لپاره کوم ځانګړی بازار نه دی رامنځته شوی او ډېری ښځې خپل لاسي صنایع په ځانګړې توګه خامکي توکي د پلور لپاره ایران ته استوي.

ښاغلي ګمنام وايي، دوی په وار وار د ښځینه سوداګرو ستونزې له سیمه ییزو حکومتي چارواکو سره شریکې کړي او په دې برخه کې د هواري ژمنه شوې ده.

د فراه ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونې د معلوماتو پربنسټ، دا مهال په دغه ولایت کې له ۱۵۰ زیاتې ښځې په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې فعالیت لري.