د هاګ نړیوالې محکمې په افغانستان کې د جرمونو د پلټنې غوښتنه رد کړه

د هالنډ په هاګ ښار کې د جرمونو نړیواله محکمه

د جرمونو نړیوالې محکمې د افغانستان په جګړه کې د احتمالي جنګي جرمونو د پلټولو په اړه د دې محکمې د څارنوالۍ غوښتنه رد کړې ده.

د جرمونو نړیوالې محکمې نن په یوه بیان کې وویل، قاضیانو د شواهدو د نشتوالي او د دولت د کمزورې همکارۍ له امله دا غوښتنه رد کړه.

د محکمې په حکم کې ویل شوي دي چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې د جنګي جرمونو په اړه تحقیقات به عدالت تامین نه کړي.

د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالې فاتو بینسودا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د دې محکمې له قاضیانو وغوښتل چې د هغو ادعاو په اړه تحقیقات پیل کړي چې په کې ویل شوي، افغان امنیتي ځواکونو، طالبانو، حقاني شبکې او د امریکا پوځ او استخباراتو د افغانستان په جګړه کې جنګي جرمونه کړي دي.

مېرمن بینسودا د روانې اپرېل میاشتې په پنځمه نېټه وویل چې امریکا يې وېزه لغوه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو تېره میاشت وویل چې د جرمونو د نړیوالې محکمې د هغو کارکوونکو وېزه به لغوه کړي چې غواړي په افغانستان کې د جنګي جرمونو د ادعاو په اړه پلټنه وکړي.