د لیبیا د جګړو له امله نږدې یونیم زر پناه غوښتونکي بند پاتې دي

د لیبیا ځواکونه د مرکز طرابلس د دفاع په حال کې

رپوټونه وايي چې د لیبیا د پلازمېنې طرابلس په شااوخوا کې چې سخته جګړه روانه ده، نږدې یونیم زر پناه غوښتونکي بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړیواله اداره وايي چې هر ساعت د هغوی ژوند ته خطر زیاتېږي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کميشنرۍ مشر فليپو ګراندي پرون د اپرېل په دولسمه په یوه بیان کې وویل چې له دې کسانو سره باید مرسته وشي چې جګړې ته له نږدې سیمو ووځي.

طرابلس لا هم د ملګرو ملتونو د سازمان د ملاتړ کوونکې ادارې په لاس کې دی.

خو د لیبیا د ملي اردو په نوم د وسله والې ډلې مشر خلیفه حفتر د طرابلس د نیولو هڅه کوي.

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې پر طرابلس په روان جنګ کې لسګونه کسان وژل شوي او د زخمیانو شمېر تر ۳۰۰ زیات دی.