د لیبیا په جنګ کې پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي

د لیبیا ځواکونه د مرکز طرابلس د دفاع په حال کې

نړیوال روغتیايي سازمان وايي، په لیبیا کې د شپږ ورځنیو نښتو په پایله کې لږترلږه پنځوس کسان وژل شوي او ۲۶۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د WHO یا نړیوال روغتیايي سازمان په هغه راپور کې چې د پنجشنبې په ورځ خپور شو، ویل شوي چې ډېرې نښتې پلازمېنې طرابلس ته نږدې شوي چې زرګونه کسان یې د کورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.

د لیبیا هغه ځواکونه چې د نړېوالې ټولنې له خوا په رسمیت پېژندل شوي، د قوماندان خلیفه حفتر له ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش په لیبیا کې کې سمدستي د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې او دا جګړه یې خطرناکه بللې ده.

د نوموړي په وینا، تر اوسه د دې فرصت او وخت شته چې دا جنګ ودرول شي.

قوماندان حلیفه حفتر ته وفادارو ځواکونو تېره اوونۍ د طرابلس هوايي ډګر ته نږدې سخته جګړه پیل کړه.

دې جنګسالار قوماندان تراوسه د جنګ بندۍ په اړه ټولې نړیوالې غوښتنې له پامه غورځولي او جګړې ته دوام ورکوي.

دغلته روسیه د قوماندان حفتر ننګه کوي، ملګري ملتونه او امریکا بیا د لیبیا د اوسني حکومت ملاتړ کوي.