ځینې خبریالان وېره لري چې ښايي د سولې خبرې د دوی فعالیتونه محدود کړي

ارشیف، افغانه خبریاله د ویډیويي راپور د جوړولو پر مهال, January 29, 2019

د افغانستان له حرکته ډکې رسنۍ چې په وروستیو ۱۸کلونو کې د هېواد لویه لاسته راوړنه ګڼل کېږي، خو اوس له طالبانو سره د سولې بحث پر رسنیو یوه اندازه سیورۍ غوړولې او تر یوه حده‌ یې خبریالان او د رسنیو مسؤلین بوخت ساتلي دي.

د «یک» خصوصي ټلوېزیون د خپرونو مسؤل عبدالله خنجاني که څه هم اندیښمن دی خو وايي، دا چې د سولې په پروسه کې وضاحت نشته په اړه یې اندیښنې مخکې له وخته دي.

دی زیاتوي:

"د تیوري له پلوه په یوه ایډیال وضعیت کې نه یو، داسې وضعیت دی چې موږ باید د ازادۍ او د ځان د امنیت په منځ کې انتخاب وکړو. که څه هم په‌دغه پروسه کې وضاحت نشته او واضح پیغام ترې نه اورو، اندیښنې شته. موږ تر اوسه نه پوهېږو چې محدودیت به رامنځته شي او که‌نه؟"

د خنجاني د دفتر پر دیوالونو د هغو خبریالانو عکسونه ځوړند دي چې په بېلابېلو امنیتي پېښو کې وژل شوي دي.

سره له دې چې د دغو ټولو پېښو مسؤلیت طالبانو نه‌دی منلی، خو خنجاني په یوه بڼه دغه ډله مسؤله ګڼي.

دا اندیښنې په‌دې ځای کې پای ته نه رسېږي، بلکې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب په کمېټه کې هم ورته اندیښنې لیدل کېږي.

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رئیس نجیب شریفي په کابل کې ازادي راډیو سره د مرکې پر مهال,11 اپریل 2019

د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې رئیس نجیب شریفي وايي:

"اندیښنې جدي او پرځای دي ځکه له داسې ډلې سره معامله کوو چې نه یوازې دا چې د لسګونو خبریالانو د وژنو مسؤله ده، بلکې د بیان د ازادۍ او رسنیو په اصل باور نه‌لري. کله چې له داسې ډلې سره معامله کوو، نو داسې جدي اندیښنې پیدا کېږي چې دا ازادي به چېرې لاړه شي او څومره به کمزورې شي."​

له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو بحثونه له بل هر وخت نه زیات تاوده شوي دي.

په پام کې ده چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې د ملي یووالي د حکومت استازي، افغان سیاستوال او د طالبانو استازي د قطر د دوحه په ښار کې سره خبرې وکړي.

بل‌خوا د ځینو رسنیو مسؤلین له طالبانو سره مذاکرات یو فرصت ګڼي نه ستونزه.

د طلوع ټلوېزیون د خپرونو رئيس لطف الله نجفي‌زاده وايي، رسنۍ او د بیان ازادي یو نه بدلیدونکی اصل دی او له طالبانو سره په مذاکراتو کې باید د بحث موضوع وګرځي.

دی زیاتوي:

"سوله کولی شي افغانستان په سم مسیر بوځي. فرضاً یوه نمونه یې دا ده چې که غواړو د راپور ورکولو په نیت یوې ناامنه سیمې ته چې ورتګ ورته ګران دی ورشو، نو سوله زموږ د کار ساحه پراخوي."​

اوس په افغانستان کې ۴۰ ټلوېزیوني شبکې او شاوخوا ۲۰۰ راډیوګانې فعالې دي.

پخوا تر دې ډېری دغه رسنۍ د طالبانو له‌خوا په مستقیم او غیرمستقم ډول ګواښل شوي او ان دا چې حملې یې پرې هم کړي دي.

د بېلګې په توګه په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د طلوع د ټلوېزیون پر کارکوونکو حمله کې ۷ کسان ووژل شول چې مسؤلیت یې طالبانو پر غاړه اخېستی وو.

دا چې د سولې په مذاکراتو کې به د رسنیو پر اړه د طالبانو دریځ څه وي؟ دا تر اوسه څرګنده نه‌ده.

ددې راپور غږیزه بڼه دلته اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

خبریالان

راپور: خان محمد سیند